IQNA

محمد علی انصاری او د ق سورې تفسیر

 هغه شپږموردونه چې انسان د جهنم حقدار کوي

16:06 - August 14, 2022
د خبر لمبر: 3486103
ایکنا-(تهران) محمد علی انصاري د قرآن د ؛ق؛ سورې د آيتونو په تفسیر سره  شپږو هغو موردونو ته  چې  په دغې سورې کې بیان شوي دي او انسان د جهنم  اور ته رسوي، اشاره کړې ده.

 د قرآن کریم دچارو یو مفسّرمحمدعلی انصاري د قرآن د تفسیر په آنلاین غونډې کې په ؛ق؛سورې بحث کړی چې خلاصه ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

پروردګارعالم هغه درستې مرحلې چې انسان ورڅخه تیریږي،په دغې سورې کې  بیان کړي دي.له دنیا او د مرګ له موضوع  پیل شوې  او هغه مهال په دې پسې په هغه عالم کې چې عالم برزخ یا د قبر عالم نومول کیږی او  قیامت ته د واریدیدا او په قیامت کې د شتون کیفیّت پکې بیان شوی دی.د ق سورې  په ۲۳ آیت کې فرمائي  «وَقَالَ قَرِينُهُ هَذَا مَا لَدَيَّ عَتِيدٌ؛ او(فرښته)دهغه هم مهال وائي،دا دی هغه څه چې له ماسره چمتو دی او ثبت کړی مو دی :::  

په دغه وخت کې دعملونو ټولې دوسیې او  کارنامې له کوم شک اوغلطۍ پرته وړاندې کیږی د فیصلې لپاره  تیارې دي او خداوندمتعال  فیصله صادروي . په دغه محاکمه کیدا کې هغه مجرمانه عنوانونه یا موردونه چې د انسان لپاره د جهنم استحقاق او حق  رامینځةکوي او انسان دجهنم حقدار کوي ،شپږموردونه دي.

لومړی عنوان یا مورد دا چې فرمائي؛«أَلْقِيَا فِي جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِيدٍ؛ (خدای تعالی فرمان ورکوي)؛جهنم ته ئې واچوئ هریو کافر متکبر او ضد کونکی.:(د ق سورې -۲۴آیت)  ؛ کفار  دهغه کسانو په  معنا دي چې د کفر په اوج کې دی او د کفر درستې لارې او وادئ ئې لیدلی او کچ کړي دي او هیڅ شی ئې نه دی سپمَوَلی.

دوهم مورد،د ؛عنید؛ کلمه ده چې بحث بشپړ کوي. کله کفر ددښمنۍ له امله راپورته کیږي،یعني که هغه حقیقت  وویني، نو بیا ئې هم نه مني.

دریم عنوان، دا دی چې  فرمائي؛«مَنَّاعٍ لِلْخَيْرِ مُعْتَدٍ مُرِيبٍ؛  هغه څوک چې د خیر ډیر زیات خنډ دی،تیریګر دی، او په شک او ابهام کې(حتی  نور هم په شک کې اچوي)

(د ق سورې -۲۵آیت)؛ مناع الخیر؛ یعني هغه څوک چې دخیر او هوساینې ډير زیات مخنیوی کوي.

 دتاریخ په اوږدو کې د ؛مناع الخیر ؛ دوه مصداقونه    

 له هماغه لومړنۍ ورځې یوه ډله وه چې  د خلکو د ایمان راوړلو خنډ کیدله او  د قدرت ،شتمنۍ  او تزویر دستو آوزارونو څخه ئې استفاده وکړه څو  داسلام دین ته د مونږ د خلکو د واریدیدا مخنیوی وکړي. دا لومړی اقدام ؤ. دتاریخ په اوږدو کې  دغې رودې  دوام درلودلی دی. د مونږ په زمانې کې  هره ورځ څومره لګښتونه کیږی چې  د مونږ خلک  د بشری ټولنې په سویه ددغه دین په لور ونه دنګي .؟ دوهمه لاره دا وه ،که  خلک  مسلمانان شول،نو یو لړ خنډونه رامینځةکیږي چې د اسلام په حقیقت باندې د عمل خنډشي ،یعني یوداسې کار وکړئ شي،که څوک ایمان راوړي ، نو ددین  په اجزاؤ یا ارکانو  عمل ونه کړي.

څلورم عنوان ،؛معتدي؛یعني تیریګر دی.په څه شي تیریګر؟ دوه شیان دي ،لومړی  الهی حدودباندې تیری او دوهم  دخدای دبندګانو پر حقوقو تیری.

پنځم عنوان،؛مریب؛ مجرمانه کارونه. مریب له ریبه  سرچینه اخلی  او ریب د شک په معنا دی .که د شک ریښه د یوه حقیقت پال انسان وي ، نو هرکلی ئې کیږي، په دې شرط چې انسان حقیقت ته ورسوي. خو ریب هغه ځای دی چې شک،د حقیقت لټونې یا پوهیداله بحث سره نه،بلکې له تور  لګونې او ورانکارۍ سره یو ځاي دی.

شپږم عنوان هم ؛«الَّذِي جَعَلَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا آخَرَ...»(د ق سورې-۲۶آیت) دی. نو دا ټول شپږ موردونه مطرح شول. په نهایت کې خداي تعالی فرمائي؛ «...فَأَلْقِيَاهُ فِي الْعَذَابِ الشَّدِيدِ»(ق، 26).

captcha