IQNA

په افغانستان کې د امریکا بې شرمه ماته دجوزف بایډن دحکومت لپاره خپسکه شوې

16:42 - August 14, 2022
د خبر لمبر: 3486104
ایکناــ(تهران)د طالبانو په لاس د کابل  د سقوط او له افغانستانه د امریکائی عسکرو  د بې شرمه  وتلوپه کلیزې کې،داسې بریښي چې اغیزې ئې د امریکا په داخل کې د جوبایډن له وروستیو بریاؤ سره سره،ډيموکراټيک ګوند او دهغه د کمزورتیا په ټکي بدلې شوي دي .

ایکناخبری اژانس د ایسو شي ایټيټډ پریس له قوله راپور راکړ،د امریکانوي ولسمشر جوزف بایډن د ۲۰۲۱کال د اوړي په لومړیو کې لوړ الوت کاوۀ .د امریکا رای ورکونکو ترډيره حده د بایډن کړچار تائيد کړ او په نظر غوښتنو کې ئې هغه ته د اقتصادي چارو او د کروناویروس دبحران د مدیریّت کولو لپاره ډیرې زیاتې نمبرې ورکړې.

  البته په اګست میاشت کې مشخصه شوه چې له افغانستانه د متحده ایالاتو دعسکرو سپک او ټيټې سترګې وتل،دهغه لپاره د چیلنجونو پیل شو.

دا د امریکا د شل کلن جنګ لپاره یو اندیښمنونکی پاي ؤ،د افغانستان حکومت،د امریکا د سرزوري حکومت په ملاتړ سره د ۲۰۲۱کال د اګست په پنځلسمه نیټه نسکور شو،وحشي ډوله بمباري،په چاودنې کې د دیارلسو امریکائي عسکرو او د یوسل اویاؤ نورو د وژل کیدالامل شوې او  د کابل له هوائي ډګره د وتلو لپاره دلارو په لټولو کې په زرګونو  ناامیده افغانان  د افغانتسان دجمهوری حکومت له  نهائي  ختمیدا مخکې راپورته شول او د هوائي ډګر په لور ورمات شول.

 په دغه وخت کې دغه غمیزه رامینځةکونکي پيښه،یو داسې ترټولو ستر بحران ؤ چې  د جوزف بایډن نسبتا نوی حکومت  ورسره لاس اوګریوان  ؤ چې سپينې ماڼۍ ته ئې د رسیدو لپاره  د جوبایډن   د انتخاباتي کمپاین د دوو اصلي ستنو په توګه د هغه  او دهغه د ټيم د صلاحیّت او تجروبوپه باب سختې پوښتنې راولاړې کړې.

 دافغانستان د جنګ د ختمیدا د یوکال په درشل کې یوو، دغه پيښه  هماغه شان غمیزه رامینځةکونکي اړخونه  لري،ځکه  بایډڼ هڅه کويڅو د نظر غوښتنو  نهیلي کونکي احصائې چې ډيرې کمې شوي دی، تریوه حده ښې کړي او دنومبر په مینځ پړاوه حساسو انتخاباتو مخکې  پخپل حکومت،د امریکا اعتماد زیات کړي.

خو په افغانستان کې د امریکا د حکومت او پوځ کرغیړن کړچار او بې شرمه وتل  او دغه راز له هغه مهال وروسته تر دې دمه د امریکائی حکومت له خوا د افغانستان په ضددبندیزونو لګول او ددغه بې وځله او جنګ ځپلي هیواد د کابو لس میلیارډ ډالري شتمنیو کنکل  او مصادره کولو د جوبایډن په تیره بیا د ډيموکراټيک ګوند حیثیّت او محبوبیّت تر ډيره حده راټيټ کړی دی او داسې ښکاري چې ګواکې په راتلونکي مینځ پړاوه پارلیماني  انتخاباتو  کې ئې د جوبایډن د حکومت او واکمن لوري ته دقبر دجوړولو تیاریانې کړي دي . او ډیری شناندي او کارپوهان دا هم وائي چې د جوبایډن  او د هغه ټيم  د امریکا داقتصادي چارو په مدیریّت کې په بشپړ ډول پاتې راغلي او د امریکائي ولس په وړاندې ددغه ویدۀ کس (جوزف بایډن) راتلونکی به ډير تورتم وي او ښائي  ممکنه ده دکرغیړن ډونالډټرمپ څخه هم بده څيره ئې رابرسیره شی.

 

بایدن در کاخ سفید

است.

خروج سربازان آمریکایی از افغانستان

 

قدرت‌گیری نیروهای طالبان در افغانستان

https://iqna.ir/fa/news/4077058/سایه-

captcha