ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په افغانستان کښې د امریکا د نیواک د ختمیدو کلیزې ته په اشارې سره د دغه هیواد اوسنی بد حالت د امریکا د ناروا اقداماتو نتیجه وبلله. هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو سره د شل کلن نیواک، تیري او تباهۍ د پایلو په وړاندې د امریکا مسولیت نه دی ختم شوی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نن په تهران کې له خبریالانو سره په اونیزه غونډه کې وویل له شلو کلونو وروسته مونږه له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلواو په دغه هیواد کې د هغوی د غیرقانوني نیواک د پای ته رسیدو شاهدان یو..
د هغه په وينا،په افغانستان کې روان ناوړه حالت د امريکا د غيرقانوني کړنو پايله ده.
کنعانی یو ځل بیا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، په اوسنیو شرایطو کې هغه څه چې په افغانستان کې د ثبات، سولې او امنیت له راتګ سره مرسته کولای شی، ټول شموله حکومت جوړول دی.
کنعاني څرګنده کړه: مونږ ه ځانونه د افغانستان له خلکو سره ګڼو او په دې هېواد کې ثبات او امنیت نه یوازې د دغو خلکو په ګټه دی؛ بلکې دا د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون د ګاونډیو هېوادونو ګټې تامینوي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی په دغه خبري غونډه کې همداراز دایټمی موافقې په اړه هم ټینګار وکړ د ایټمی موافقې لپاره زمینه حتما وجود لری خو په دې شرط چی د اسلامی ایران سرې کرښې او له برجام د ایران اساسی ګټې تضمین شي .