IQNA

د حسینی اربعین د زیارتوالو ولوله او پرتم په رسندویو کې(فلم)

8:07 - September 10, 2022
د خبر لمبر: 3486198
ایکنا-(تهران) د حسینی اربعین دشپو ورځو په رانزدیکیدا سره د عراق رسندویو  په کربلا ولایت کې تر دې دمه د څه دپاسه پنځه میلیون زیارتوالو د شتون خبر ورکړی او د ټرانسپورټ په زیمنې کې له موجوه کمښتونو سره سره ، عراق ته د زیارتوالو واریدیداهماغه شان دوام لري.

ایکناخبری آژانس دالعهد له قوله راپور راکړ،تر پرون ناوخت پورې یوازې یوه ورځ د شلمچې پوله ایزې لارې عراق ته کابو نهه لکه حسینی زیارتوال وارد شوي دي. ددغورسندویو دخبریالانو په وینا،الحشد الشعبی ولسی ځواک سره دنورو مامورانو دوامداره هڅه کوي چې زیارتوال په ډلو ډلو او د سترې لارې په وسیله کربلا ته ولیږدوي.

د عراق   اړونده وزارتونه  په دغو  فعالیتونو کې څه خاص فعالیت نه کوي او د زیارتوالو د ټرانسپورټي چارو لپاره د سنجول شوولارو  چارو خلاف ورزۍ ترسترګو کیږي.

له بل پلوه عراق ته دشلمچې سرحدی لارې څخه د ډيروزیاتو زیارتوالو له تیریدا وروسته په عراق کې د حسینی زیارتوالو د ځاي په ځاي کولو لپاره دبسونو ډير زیات کمښت لیدل کیږي.

له بل پلوه دبصرې ګورنري  هم په ډيرو هڅو سره توانیدلې ده له سرحدي سترو لارو څخه د زیارتوالو د منتقلولو لپاره مناسب امکانات برابر کړي.

همداراز راپورونه ښئ ، دمهران رزباطیه سرحدي لارې څخه عراق ته د ایرانیو او نورو هیوادونو د زیارتوالو پراخه واریدیدا دوام لري ، چې په دې اړه یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

همداراز له کربلا هم دالعهد خبریال راپور ورکړی دی وچې هروه ورځ دغه ولایت په زرګونو زیارتوال واردیږي  او وئيل کیږي ، چې تر دې دمه د حسینی اربعین په پرتمینواو ولولناکو دستورو کې د ګډون لپاره  کابوپنځه میلیون زیارتوال  کربلا ولایت ته وارد شوي دي .

ددغه ولایت مسئولانو دامنیتی  او خدماتي اورګانونو په ملګرتیا او دالحشد الشعبيځواک په مشارکت سره پراخ امنیتی او خدماتي تدبیرونه غوره کړي  او د زیارتوالو دخدمت لپاره هر دم تیار دي  او همداراز په کربلا کې د شهید ابومهدي المهندس نومې روغتون هم د زیارتوالو د درملنې لپاره بشپړ تیار شوی دی . او دغه رازکربلا ته تلونکي درستې لارې خلاصې دي او په لارو کې بشپړ امنیت ټينګ شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4084355/%D9%88

captcha