ایکناخبری آژانس د فارس له قوله رپور راکړ،د افغانستان په پکتیا ولایت کې ځای سرچینو وئیلی دي ، په سلګونو انجونو زده کونکو نن په دغه ولایت کې د انجونو دښونځیو د بیرته تړل کیدا باندې په اعتراض کې په څو ولسوالیو کې مظاهرې وکړې.
په راپور کې وئيل شوي دي ، اعتراض کونکو زده کونکو له شپږم ټولګې پورته د انجونو د زدکړې په ضدد لګول شوو محدودیّتونو دختمولو غوښته کوله .
تیره اونۍ د افغانستان په پکتیا ولایت کې ځاي مسئولانو،له شپږ م ټولګې دپورته انجونو دښونځیو د پرانیستل کیدا خبر ورکړی ؤ ،خو له دې څو ورځې وروسته د طالبانو د موقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په دغې موضوع د بې خبرۍ په ښودلو سره وئيلی وو، چې دانجونو د ښونځیو پرانیستل کیدا یوازې د ښونې او معارفو دوزارت په اختیار کې ده .
داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي هم پرون د بې سوادۍ دنړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پيغام کې یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی ؤ چې په افغانستان کې دې د انجونو ښونځي پرانیزي او سره له دې چې دطالبانو په دغه فیصلې نړیوال سخت غبرګونونه هم راپورته شوي دي ، خو د انجونو په وړاندې دښونځیو دتړل کیدا په باب دطالبانو فیصله هماغه شان پخپل ځاي باقي پاتې ده .