IQNA

قرآني شخصیّتونه/9

لومړنۍ الهي عذاب د نوح پیغمبر په وخت کې نازل شو

8:19 - September 20, 2022
د خبر لمبر: 3486248
ایکنا-(تهران)د بشریّت په درست عمر کې،دګناهګارو بندګانو لپاره دخداي تعالی له خوا مختلفو عذابونه او سزاګانې نازلې شوي دي.په دوي کې لومړنی هغه طوفان او سیلاب ؤ چې د حضرت نوح پیغمبر(ع) په پړاؤ کې  رامینځةشوچې په هغه کې هغه کسان چې دخداوندمتعال  د پيغمبر په نجات بخښونکي هدایت ئې ایمان نه درلود،تباه شول.

حضرت نوح(ع) (په پنځو خاصو پيغمبرانوکې لومړنی)لومړني اولوالعزم  پيغمبر دی.دهغه څه په اساس چې روایت شوي دي ،نوح پیغمبر دحضرت  آدم(ع) له نسله نهم زوی  دی. دهغه  د زیږیدا د وخت په باب اختلاف شته دی.په ځينو سرچینو کې دهغه د زیږیدا وخت دحضرت آدم علیه السلام له رحلت سره په یووخت بلل شوی دی او ځینو نورو سرچینو هم د هغه د زیږیدا او ژوند ځاي بین النهرین او کوفه ښار بللی دی.هغه ځانګړنې چې دنوي لپاره ذکر شوي،دخداوندمتعال په نعمتونو دهغه شکر کول دي.

حضرت نوح د اوسني انسان دنسل دوهم پلار دی او له آدم او ادریس پرته چې له هغه مخکې وو، دنورو الهي پیغمبرانو نسبت  په هغه ختمیږي.

د هغه دماندنې نامه ؛والیه ؛ وه.په کتابونو کې هم د نوح پیغمبر څلور زامن ذکر شوي دي چې نامې ئې هم حام ،سام ،یافت او کنعان ښودل شوي دي.

نوح پيغمبر له حضرت آدم ،شیث او ادریس وروسته څلورم پيغمبر بلل شوی دی. له حضرت آدم وروسته ،خلک د توحید پر دین دیوه امت په شکل کې وواو ساده ژوند ئې دلود،التبه غرور،ظلم او سرزوري په خلکو کې د اختلاف او دهدایت له لارې دهغوي دلیریکیدا سبب شو.شرک او بت پرستي پراخه شوه او خدای تعالی حضرت نوح دخلکو په لور د پیغمبر په توګه  واستو.هغه بزرګوار تر نهه سوه کلونوپورې  توحید ته دخپل قوم پر بللو او د بت پرستۍ د پریښودلو په کار مامور ؤ،خو خلکوله ډيرو کمو خلکو پرته،بل چا ورباندې ایمان رانه وړ،تردې چې نوح د یوې کشتۍ پر جوړولو مامورشو.

د نوح کسب ترکاڼي بلل شوی دی ،که څه هم ترکاڼي له نوح پیغمبره مخکې هم وه، خو دخداي په فرمان سره دکشتۍ جوړول دلومړني ځل لپاره وو،هغه هم له اوبو او سمندره په یوې ديرې لیرې پراتې سیمې کې. دا موضوع لامل شوه څوډیر خلک  چې پر نوح ئې ایمان نه ؤ راوړی ،پر هغه ئې ملنډې وهلې. پر هغه په ملنډه وهونکو کې دهغه زوی کنعان او دهغه میرمن  هم شامله وه.

له دې وروسته چې دکشتۍ جوړول پاي ته ورسیدل،دخداوندمتعال په حکم سره نوح خپلې کورنۍ او هغو کسانو ته چې پر نوح ئې ایمان راوړی ؤ،په کشتۍ کې د سواریدو حکم ورکړ.حیوانات هم په ډلوډلو کشتۍ ته بیولل شول. ناڅاپي یو ستر طوفان او ورپسې یو لوي سیلاب رامینځةشو او یوازې هماغه کسان ژوندي پاتې شول چې پر نوح او دهغه  دنجات په کشتۍ ئې ایمان درلود.دنوح زوي کنعان هم په دغه سیل او طوفان کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

بلاخره الهي عذاب پاي ته ورسید او دنوح کشتۍ پر جودي غر(داوسنۍ ترکیې په جنوب ختیځ سیمې کې دی) ودریده.نوح لومړنی پیغمبر دی چې دهغه په وخت کې الهی عذاب نازل شوی دی.

 له طوفانه وروسته د نوح پیغمبرد ژوند په باب څه نه دي راپور شوي،له دې پرته چې یو شمیر سانو د نوح عمر له دغې واقعې وروسته ،له اویاؤ تر شپږ سوه کلونو پورې نقل کړی دی.په کلي توګه هم د یوه ترټولو زیات عمر لرونکي پیغمبر په توګه د نوح عمر،د تورات پشمول د تاریخ په سرچینو کې،له نهه سوه دیرشو کلونو رانیولې تر دوه زره پنځه سوه کلونو پورې مطرح شوی دی.

 د هغه د وفات تاریخ او دفن کیدا ځاي په باب هم اختلافات دي ،البته د تاریخونو او روایتونو په اساس،د نوح پیغمبر قبر په نجف کې اود حضرت امام علی علیه السلام د قبر ترڅنګ دی،که څه هم  دعراق د موصل،د آذربایجان د نخجوان،د هند د بوذر غر،د عربستان د مکې،د عراق د کوفې،د لبنان د بعلبک،د فلسطین د قدس او د ایران د همدان په څير ځایونه هم د حضرت نوح پیغمبر ددفن ځایونه بلل شوي دي.

captcha