IQNA

د انګلستان اسلامی تحریک له افراطي هندوانو سره د سخت چلندغوښتنه وکړه

8:04 - September 21, 2022
د خبر لمبر: 3486252
 ایکنا-(تهران) د انګلستان دمسلمانانو شورا ددغه هیواد پر مسئولانو غږکړی له هغو افراطي هندوانوسره چې له مسلمانانو  سره دتاؤتریخوالي په رامینځةکولو پسې دي ،سخت  چلند وکړي.

ایکناخبري آژانس د ۲۱عربی چینل له قوله راپور راکړ،دبریتانیا د مسلمانانو شورا د زوړپالوهندوانو (دهندوانو هندواتوا آئيډیالوجۍ ملاتړي ډلې) په لسټر ښار کې له مسلمانانو سره د تاؤتریخوالي مسئولې وبللې. 

د پولیسو په وینا،دغه نښتې دتیرې  شنبې په ورځې دیوې نه پلان شوي مظاهرې وروسته پيل شوې،په داسې حال کې چې د ښار فعالان وائي هندو ځوانانو قصدا مظاره د هغه جومات سره نزدې پلان کړی وه چې مسلمانانو پکې لمونځ ادا کولو.

د بریتانیا د مسلمانانو شورا په دغې اعلامیې کې وئيلي دي،د ستمبر په اولسمه نیټه،یوشمیر مخ پټو کسانو دهندونشنلزم په برلاسي سره داړونده شعارونو په ورکولو سره ،په ګرین لین سیمې کې  چې زیاتره پکې مسلمانان اوسیکهان اوسیږي، مظاهره پیل کړه.ددغې شورا په  اعلامیې کې توضیح ورکړل شوې ده چې دغه مظاهره په هغو خوخښتونو پسې چې د جومات په شاوخواه کې په شعارونو،په مسلمانانو باندې په حملواو د مسلمانانو ددکانونو د لوټ کولو لپاره ترسره شوي وو، وشوه.په دې پسې دمسلمانانو او هندوانو  ډلې دمظاهرو لپاره واټونو ته راووتلې چې ددواړو لورو د اخ وډب سبب شوې .

دغې شورا همداراز وئيلي دي ،په داسې حال کې چې مذهبی مشرانو د پیوستون اعلامیې صادري کړي دي،او د آرامښت غوښته ئې کړې ده ،پولیسو تر دې دمه کابو ۴۷کسان نیولي دی ، خو د ځاي ډلو ټپلو ترمینځ تاؤتریخوالی هماغه شان په پراختیا دی او مظاهرې هماغه شان دوام لري. اوس دا اندیښنه شته چې هغو افراط پالو خطرناکه بیلګه چې له هنده وروړل شوې ده ،د بریتانیا نورو ښارونو ته هم وغزیږي.

ددغې شورا مشر زارا محمد ووئيل، لمسونکو  اقداماتو  مسلمانان،سیکهان او نورو لږکي په نښه کړي دي  او په لسټر ښار کې د ټولنو ترمینځ د تاؤتریخوالوسبب شوي دي .هغه زیاته کړې ده،مونږ دا اعتقاد نه لرو چې دغه کسان (افراطي هندوان)د هندو ټولنو د هغې سترې برخې د لیدتوګې نمایندګي وي چې  له مسلمانانو ،سیکهانو او نورو سره ئې لري  او لسټر ښار تل  یو تاریخي مثال پاتې شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4086727

 

captcha