IQNA

له سیکولریسټي قوانینو سره سره دفرانسوي ځوانانودینی ګروهنې په زیاتیدا دي  

16:20 - October 02, 2022
د خبر لمبر: 3486278
ایکنا-(تهران) د فرانسې لوپاریزین خپرونې د دغه هیواد د حکومت په وسیله د سیکولر قوانینو له اعمالولو سره سره په فرانسیسي ځوانانو کې ددیني ګروهنو دزیاتیدا موضوع سپړلې ده.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ،د فرانسې لوپاریزین ورځپاڼې(Le Parisien)  لیکلي  دي ،په ژان ژورس فاؤنډیشن کې د ښونې د برخې مدیر او دتاریخ پروفیسر ډاکټر پانیس روډر په دې اند دی چې د ځوانانو یوه برخه  دهغه رکن چې دفرانسې جمهوریت ئې په اساس جوړ شوی دی ، په تیره بیا ددسیکولرزم آئيډیا، پیروي نه کوي.

روډر په رئونیون ولسوالۍ کې  په سن ډني سیمې کې استاد روډر،په همداوروستیو کې د ؛فرانسوي ځوانان،ښونځی او جمهوریت

(La jeunesse française) l’école et la République)) په نامې سره یو کتاب خپرو کړی دی چې په هغه کې د سیکولرزم له مفهومه د ځوانانو دموضوع اخستون باندې بحث شوی  دی.

د روډرپه وینا،د ډيری محصیلینو او زده کونکو لپاره د سیکولرزم معنا، ددیني آزادۍ په تیره بیا دستر یا حجاب دحق په نفي کولو سره  او له هر هغه څه سره چې ئې غواړي، په متوازي ډول دی  او دا هغه احساس دی چې د غیر مسلمانو ځوانانو پشمول په محصیلینو کې ډير دود دی.

د عمومی افکارو د فرانسوي فاؤنډیشن  په وسیله یوې نظر غوښتنې چې د ۲۰۲۱کال په مارچ کې دیهودیّت  او توکمپالنې په ضد دنړیوالې اتحادئې لپاره ترسره شوي ،ښودلې ده چې یوازې دوه پنځوس فیصدي ځوانان، په ښونځيو کې ددینی لباس یا سکارف له اچولو سره مخالف دي.

روډر په دې اند دی چې د ځوانانو یوه برخه ، د فرانسې جمهوریت له اصولو په تیره بیا ددیني لباس د اغوستو په باب  د سیکولرزم له مفهومه سرغړونه کوي.

کله  چې له دغه فرانسوي معلمه  د ښونځي په نسبت د زده کونکو په چلند کې د بدلونونو په باب پوښتنه وشوه ،نو هغه تائيد کړه  چې دداسې ښکارندو شاهد یم چې په تیرو شلو کلونو کې ورته متوجه نه وم، په دې توګه چې ډیرئ انجونې  محصیلې او زده کونکې حجاب یا پرَده رعایتوي  او په هغو کې ځيني داسې عبا یا کُرتې  اغوندي چې  دمینځني ختیځ  سیمې د اسلامی کلتور لرونکو هیوادونو کې دود دي.

هغه پخپلو خبرو  کې وائي ،کله له یو شمیر زده کونکو سره په ټور کې لاړم  او په یوه ریستوران کې مو ډوډئ خوړله،نو ډیرو زده کونکو د چرګې د حلال نه شونې په دلیل د هغه چرګ له خوړلو سره کومه ګروهنه نه درلوده او په حقیقت کې شل  کاله کیږي چې  دغه شان چلند هیڅ وجود نه درلود،چې دا د زده کونکو ددیني چلندونو د زیاتیدا نښه ده.

دفرانسې دغه استاد په ښونځیو کې د تدریس شوو درسي پروګرامونو باندې ددغو ښکارندو  داغیزو په باب  هم وائي،ډیری ماشومانو له هغه پوښتلي دي چې آیا  په  اسلام کې دموسیقۍ آوریدل منع دي یا نه  او یا دعلومو معلمان راپور ورکوي چې زده کونکي  په داسې اطلاعاتو چې د نړۍ د پنځون په باب بار بار  دوي ته ورکوي، کوم باؤر نه لری.

  لوپاریزیّن خپرونه په دوام کې لیکي، په متحده ایالاتو کې خلک،په دیني چارو کې  حکومت له لاسوهنې خوندي دي،په داسې حال کې چې په فرانسې کې دغه خبره اپوټه ده،داسې ځاي چې  حکومتي کارکونکي حتی ددیني سمبولونو یا نښو نښانو نه اچولو  ته پابنده دي.

https://iqna.ir/fa/news/4088945/%

captcha