IQNA

د ایران د اسلامِي شورا استازو په هیواد کښې وروستۍ بلواوې وغندلې 

16:42 - October 02, 2022
د خبر لمبر: 3486280
ایکنا-(تهران)د ایران په مختلفو ښارونو کې په وروستیو څو ورځو کې بلواګرو عناصرو د اسلامی انقلاب ضد او د دوښمنو رسنیو په لمسون سره د مهسا امیني د مړینې په پلمه واټونو ته په راوتلو سره عمومي ځایونه وران او یو شمیر امنیتی ماموران هم ووژل.

ایکناخبري آژانس د پارس  ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي شورا استازو  نن  د ښکاره غونډې په پیل او د پارلمان د مشر له وینا مخکې د ټریبون مخ ته په راغونډیدا سره مړ دې منافق، مړ دې وي اسرائیل ، پولیسو مننه منه ، هغه وینه چې زمونږ په رګونو کښې ده زمونږ مشر ته ډالۍ ده ای د پتیالیو مشره چمتو یوو شعارونه ورکړل.د ګاډو ، د موټرانو او د بانکونو سوځول او په پولیسو او امنیتي ځواکونو باندې حملې کول په ټولنه کښې د ویرې او د رعب د رامینځته کولو لپاره په وروستیو ورځو کښې د بلواګرو عناصرو اقدامات وو.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف هم له خپل حکم څخه په مخکې وینا کښې په دې خبرې سره چې د هیواد امنیتي مسوولان باید له هغو ټولو کسانو سره چې د خلکو امنیت ګډوډي چلند وکړي وویل اصلاع غواړی اعتراض د فیصلو د بدلیدا سبب کیږي.

محمد قالیباف دغه راز په دې خبرې باندې چې بیلتون غواړو ډلو له رامینځته شوي فضاګانو څخه ناوړه استفاده وکړه او په بازارونو او عمومي ځایونو او پولیسو باندې په وسله والو حملو سره یې د زاهدان ښار امنیت خراب کړ خواشینۍ څرګنده کړه.

د ایران د نظام یوشمیر دوښمنو عناصرو په تیرې جمعې ورځ د زاهدان مکي جومات ته نږدې غونډه وکړه او د پولیسو په مرکز یې ډزې وکړې چې پکښې د سیستان و بلوچستان ولایت د سپاه  پاسداران د استخباراتو قومندان شهید کړی شو.

په زاهدان کښې وسله والو ورانکارو د پولیسو په دریو مرکزونو باندې بریدونو او د خلکو لپاره د ویرې او د رعب په رامینځته کولو سره د زاهدان د پولیسو په شپاړسو مرکزونو باندې ډزې وکړې.

د ایران په زاهدان ښار کښې د ترهګرو د بلواګرو اقداماتو په دوام کښې د اور مړکونې یو ګاډی ، د ایمرجنسۍ یو مرکز او ځینې نور مرکزونه هم وسوځول خو د امنیتي ځواکونو په شتون سره د بلواو د دوام لپاره د هغوې هڅه ناکامه پاتې شوه او اوس په ښار کښې حالت پایداره دی.

 

د ایران د اسلامي شورا غړیو دغه راز نن یوه بیانیه هم خپره کړه کومه چې د پارلمان په ننۍ غونډې کښې ولوستل شوه.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي اسلامي شورا د ایران وروستیو پیښو او د دغو بلواو د پایلو او د دلایلو د کارپیژاندو په سویه او دقیق غور ضرورت ته په پام سره د ټولو اړونده پیښو د شفاف سازۍ او د تعقیبونو نتیجې ته د رسیدا او د کمزور ټکو  د معلومولو او د مسلې د سټراټيژیو وړاندې او د پیښو د بیا مخنیوي لپاره له خپلو ټولو نظارتي اوزارونو استفاده وکړي.

د اسلامي شورا استازیو د وروستیو پیښو د وژل شویو کسانو او د امنیت د ساتونکو د شهیدانو په هکله د ایران شریف ملت ته په تسلیت ویلو سره وویل په دغه حساس پړاو کښې چې د دین او د ملت قسم خوړلیو دښمانان نه یوازې له شرایطو د ناوړه استفادې کولو بلکې نیغ په نیغه ډول او له ټولو سیاسي، اقتصادي وسونو او له خپل پلي نظام څخه په استفادې کولو سره په ښکاره ډول د بلوا ، اغتشاس او د ناامنۍ د رامینځته کولو هڅه کوي نو ځکه خو له ټولو سیاسي او ټولنیزو شناندو هیله کیږي چې د دغو بلواو په هکله په خپلو نظر څرګندونو کښې  د دښمن د رسنیو له القائاتو خپل صف جلا کړي.

د ایران د اسلامي شورا په بیانیې کښې ویل شوي دي د اسلامي انقلاب د دښمنیو رسنیو بهیر د ایران د ټولنیزې پانګې د تباه کولو لپاره خپل ټول داخلي او خارجي توان وکاروه چې د خپل ټولنیز اعتماد یوه ویاړ رامینځته کونکي بیلګه یعني پولیس ځواک داغي کړي خو دغه ویاړ رامینځته کونکی ځواک وتوانید له صبر څخه په ډک مدیریت سره له یوې خوا د اعتراض کونکو غصه کمه کړي او له بلې خوا د دښمن ګوډاګیانو ته سخته سزا ورکړي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i121770

captcha