IQNA

د پرمختګ په لاره کې د ایران حرکت ددښمن د غوسې او لالهاندۍاصلي دلیل دی

13:10 - October 04, 2022
د خبر لمبر: 3486287
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي د ټولنیزې هوساینې ،تعاؤن او کار د وزارت لپاره د وړاندیزی وزیر د صلاحیّت  د ارزونې په غونډې کې په وروستیو پيښو او فتنو کې  د دښمنانو  رول ته په اشارې سره  ووئيل،دمونږ پر هیواد د دښمن  دغوسه کیدا اصلی دلیل دا دی چې له ټولو بندیزونو اوګواښونو سره سره ،ایران د پرمختګ لاره کچ کوي او درستو بندیزونو او خنډونو ته هیڅ توجه نه لری.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن  په اسلامی شورا کې په شتون او د کار،ټولنیزې هوساینې او تعاون د چارو د وړاندیزي وزیر دصلاحیّتونو په دفاع کې ئې پخپلې وینا  کې د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت  دکلیزې په مناسبت د تسلیّت او تعزیت په وئيلو سره  ووئيل ، امیدار یم چې خداوندمتعال  مونږ ټولو ته ددغه امام بزرګوار او دهغه  دفرزند حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف دمعرفت او محبت توفیق راپه برخه کړي  او د حضرت امام الزمان (ع) دمقدس وجود نامې په برکت سره خداوندمتعال خپل برکتونه پر مونږ ،د مونږ پر مقدس نظام  او اسلامی امت نازل کړي.

د اسلامی ایران ولسمشر په دغې غونډې کې د هیواد وروستیو پیښو او اړۍ ګړئ په باب  دځینو ټکو په بیانولو سره ووئيل، په پیل کې باید د خدای تعالی په درګاه کې د ډير بابصیرته،دښمن پيژاند او وخت پيژاند ولس په خاطر شکر وکړو چې حقیقتا له خپلې خوائې ، د بصیرت ،وخت پيژندنې  او دښمن پيژندنې یوه بله ځلا نندارې ته وړاندې کړه او په دغې فتنې کې ئې دښمنان  ناکامه کړل.

ابراهیم ریئسي پخپلې وینا کې ووئيل، بایددخدای په درګاه کې د شکر سجده وکړو چې  د ارواښاد امام او د اسلامی انقلاب دستر لارښود لارښونو ته  ولس تل توجه کړې ده  او په واټونو کې د ولس  میلیوني شتون  او  د دوی ددریځ اعلانیدا ، دښمن ناکام کړ .

هغه دغه راز ووئیل، د ایران له ملته د دښمن دغوسې  دلیل له بندیزونو او خنډونو سره سره د هیواد پرمختګ وبالۀ چې  بندیزونو او رامینځةشوو خنډونو ته ئې هیڅ توجه  نه ده کړې.

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د اسلامی انقلاب د معظم لارښود  پرونیو حکیمانه لارښونو اوهدایتونو ته په اشارې سره  ووئيل،د وروستیو پیښو په نسبت د دوي جامع تحلیل،د  درستو بصیرت لرونکو او فهیمو انسانانو لپاره د درک  او استفادې وړ ؤ چې د شرائطو په تحلیل  سره ئې ووئیل، ولې امریکا او صهیونیسټي رژيم  د ایران دملت په ضد دسیسه اوبلواوې  کوي.

د ایران د مجریه قوې مشر دبندیزونو په شنډولو کې د  هیواد هڅې ته په اشارې سره روښانه کړه ،دښةن دزیاتره دباؤ په اعمالولو کې بې شرمه او سپیره ماته خوړلې  او رسما اعتراف کوي  او د ایران دملت په ضد بندیزونو هیڅ کارندوالی   نه دی درلودلی. د اسلامی ایران حکومت د ولس د اندیښنو دختمولو او د سترو پروژو او پلانونو کې کلک هوډ او اراده لري،نو همداوجه ده چې دښمن د ایران د پرمختګونو په دلیل لالهانده او غوسه دی .

باید ووئیل شي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له خوا د کار تعاون او ټولنیزو چارو د وزارت لپاره  وړاندیزي وزیر  د ایران داسلامی شورا له خوا د باؤر رای ترلاسه نه کړائ شو.

https://iqna.ir/fa/news/4089578/%D8%

captcha