ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د طالبانو دحکومت د لوړو زده کړو د وزارت د امتحاناتو دملی ادارې سرپرست عبدالقدیر خمش پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل، سږکال د عمومی کنکور امتحان به په هر ولایت کې د ګډون کونکو شمیر ته په پام سره تر درو ورځوپورې دوام ومومي .خموش ووئيل ددغه پړاؤ په امتحان کې به کابو یولک پنځوس زره کسان ومنل شي چې په هغو کې پنځه دیرش فیصده انجونې دي.
د طالبانو د حکومت دلوړو زده کړو د وزارت ویندوي احمد تقي هم وئيلي دي په افغانستان کې د سیاسی بدلونونو او کرونائي بحران په دلیل دپوهنتونونو دښونې بهیر ګډ وډ شوی او د وروستي کال محصیلین تر دې دمه فارغ التحصیل شوي نه دي او همدغه موضوع د نوو محصیلینو د جذب خنډ شوې ده. په تیرو کلونو کې په افغانستان کې دعمومي کنکور امتحان په ژمی موسم کې اخستل کید،خو تیر کال دلازمو چمتووالو د نه شتون او د رامینځةشوو بدلونونو په دلیل ددغه امتحان د ترسره کیدا وخت ځنډیدلی ؤ.