IQNA

کاظم صدیقی: حزب الله د اسراییلو په وړاندې د اسلامی نړۍ پیاوړې ویاړ دی

14:03 - January 18, 2014
د خبر لمبر: 1360481
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطیب، وویل د لبنان حزب الله غورځنګ ،لومړنۍ ډله وه،چې د اسرائیلو نه ماتیدنه یې باطله کړه او د درستو لپاره یې د مقاومت اعجاز په ډاګه کړ .

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس، حجت الاسلام  والمسلمین ښاغلی صدیقی  لبنان ته په وروستې سفر کښې،د دغه هیواد د حزب الله غورځنګ د لوړ پوړې قوماندان عماد مغنیه  په قبر د اسلامی ایران د خارجه وزیرمحمد جواد ظریف  شتون  او درناوې ته اشاره وکړه او ویی ویل د اسرائیلو د غاصب رژیم  او استکباری نړۍ  په وړاندې د لبنان مقاومت  د اسلامی  نړۍ او بشریت  پیاوړی ویاړ دی.


نوموړې  د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشرانو په ترور او په صبرا او شتیلا کښې د صهیونست رژیم پخوانې لومړې وزیر آریل شارون جنایتونو ته اشاره  او د دغه جنایتکار  په مرګ  په غبرګون کښې د لویدیځو چارواکو غمرازی اعلانولو یې خواشینی وښودله او ویی ویل  اوس د دی وخت رارسیدلی دی چې  د لویدیځی نړۍ خلک ویښ شی  او ووینی چې  د هغوۍ مشران  له کومو ډلو او عناصرو ملاتړ کوی .


د تهران د جمعی لمانځه خطیب  حجت الاسلام  والمسلمین کاظم صدیقی،په راتلونکو ورځو کښې د ایران او ۵+۱ ډلی تر مینځ د جینیوا د موافقې اجرایی کیدو ته اشاره ړکړه  او ویی ویل  د ایران مقاوم ملت د اسلامی انقلاب  له بریالی توب وروسته توانیدلی دی  درست ګواښونه په فرصت بدل کړی.


هغه  د ایران له اټومی مرکچې پلاوې  ملاتړ اعلان کړ او ویی ویل  د ایران ملت هیڅکله  زور او ګواښ  ته نه دی تسلیم شوی  او نه به هم تسلیم شی .


د تهران د جمعی لمانځه خطیب  له دې سره په یوه وخت د ایران اټومی مرکچې پلاوې ته سپارښتنه وکړه،  د خبرو اترو  په دوام کښې اړینه ځیرتیا ولری او د اسلامی جمهوری نظام سری لیکی او مصلحتونه وساتی .


ښاغلی صدیقی د اسلامی  نړۍ د وحدت د ضمانت لاره په ګډولو تکیه وبلله او زیاته یې کړه،درست مسلمانان په واحد  خدای  او د هغه په ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) او په وروستۍ الهی وحی او د پیغمبر په تلپاتې معجزی  قرآنکریم  باور لری .


هغه ټینګار وکړ، د اسلامی نړۍ ظرفیت قدرت جوړونکی دی  او که درست مسلمانان  تر اسلامی بیرغ لاندې راټول شی ،نو د اسلامی نړۍ حکومت به په درسته نړۍ کښې خپور شی.


1359982
captcha