د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افتخاری خبريال په ګزارش، چې له خبری مركز خيمې یې نقل كړې«مسعود ملكی» داسې وويل: دا خلك د قافلو او د مختلفو ډلو په شكل كې له دې نړيوال سرحده د عراق مذهبی ښارونو ته تير شول.
هغه وويل چې د مهران د نړيوال سرحد د عراق د مذهبې ښارونو سره د نږديوالی په وجه خلكو دا سرحد ډير خوښ دی.
مسعودی وويل چې روزانه تقريبا 5 زره زواران د قافلو په شكل كې له دې سرحده تيریږی او د زوارانو په وتلو او ننوتلو د شمير له نظره هیڅ پابندی نشته.
367086