د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان اسلامی جمهوريت شعبې د راپور مطابق په دې مراسمو كې د امام حسين (ع) جومات او امام بارګاه بنياد د افغانستان د شمالی سيمې د پوځ قومانده ښاغلی «مراد علی مراد» او د بلخ د صوبې د شيعه عالمانو شورا مشر ښاغلی حجتالاسلام «محمد كاظم جعفری» كیښود.
په دې پروګرام كښې د توختې ښار ډير خلك هم موجود وو، حجتالاسلام سيد «حيدر هاشمی» په اسلام كې د جومات د جوړلو ثواب او ارزښت یې په تفصيل سره روښانه كړ او ویې ويل چې زمونږ ورورولی او اتفاق د دې جوماتونو بركت دی.
حجتالاسلام «كاظمی» د دې سيمې خلكو او د بلخ له اوسيدونكيو وغوښتل چې خپلو ځوانانو ته دې په جوماتونو كې د لمونځ ادا كولو او مذهبی پروګرامونو كې د ګډون بلنه وركړئ او همدا رنګ دينی مدرسې هم ابادی كړی.
366832