د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د sana یې نقلوی، دې شورا دې خبرې ته په پام چې صهيونيسټ د فلسطينانو د وباسلو هڅه كوی وويل: دا رژيم په دې هڅه كښې دی چې 1500 فلسطينی كورونه چې په «بوستان» منطقې كښې د مسجدالاقصی په خوا كښې اباد دی له هغه ځايه وباسی او 88 كورونه ويجاړ كړی، په حقيقت كښې يهوديان په دې هڅه كښې دی چې هلته يهوديان اباد كړی.
په دې بيانیې كښې وړاندې راغلی دی: په قدس كښې اوسيدونكی د هغې ديوال په سبب چې فلسطين له نورو ښارونو جلا كوی په بند كښې بنديوان دی او نورې نړۍ سره څه اړيكې نه لری خو دا خبره د دې سبب نه كیږی چې فلسطينيان دې له خپل حقه لاس واخلی او له خپل وطنه دې دفاع نه كوی.
369793