د ايران د افتخاری خبريالو د ډلې قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، په قم كښې د د قيروكارزين د ښار د ښودنې او روزنې د مركز ځينې كاركونكيو، مرستيالو او روزونكيو نن د اسلامی علمونو د كمپيوټری څیړنې مركز د ليدلو په وخت وويل: مونږ تر اوسه د دې مركز نوم هم نه و اوريدلی او نه د دې له كارونو خبر وو.
په ميلمنو كښې يو كس مصطفی شمس وويل: مونږ دا ځای د قم د ښوونې او روزنې مركز په سمون سره وليد او له دې ليدلو ډېر خوشحال شو.
هغه وويل: نن ما د قم د علمی حوزې په داسې علمی او څیړونكيو مركزونو باندې ايمان راوړ په داسې حال كښې چې له دې وړاندې به مې ملايان يوازې په ممبر باندې واعظان ګڼل.
يو بل ميلمه اعظمالسادات موسوی وويل: زه د دې مركز له مشرانو غواړم چې په دې هكله دې نوره هم هڅه وكړی ځكه كيدې شی دا مركز په لويو ښارونو كښې خلك پيژنی او په نړۍ كښې هم پيژندلی شوی وی خو بيا هم ځينې داسې ځايونه شته چې خلك له دې محرومه دی.
370471