د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له خوزستان څانګې یې نقلوی، د اسلام تبليغاتو د خورستان د څانګې مشر حجتالاسلام و المسلمين «محمدحسن مرادی»، د زده كوونكيو د قران او معارف اسلامی د شپږمې ناستې د شورو كيدو په پروګرام كښې چې د چهارشنبې په ورځ د وری د مياشتې په 26 نیټه له ماسپښينه وروسته د اهواز په خانه معلم هال كښې ترسره شوه، وويل: نننۍ نړۍ د علم د پرمختګ او د اطلاعاتو د تيزی نړۍ ده. مونږ مسلمانان څلور علمی مركزونه لرو، چې لوح محفوظ، قران كريم، پيغمبر(ص) او امام علی عليه السلام دی چې ټول علمونه په دې كښې منحصر دی.
هغه زياته كړه: په دنيا كښې 104 اسمانی كتابونه موجود چې قران كريم پكښې له ټولو زيات محفوظ او سالم او بې تحريفه پاتې دی. ځكه چې خدای یې د حفاظت وعده كړې ده فرمايی: : «انا نحن نزلنا الذكر و انا له لحافظون».
قران كريم د يهوديانو په هكله 900 ايتونه راوړی دی او په نړۍ كښې يوسل دوه لاكه سایټونه زمونږ په خلاف كار كوی چې 47زره سایټونه یې په امريكې كښې دی په داسې حال كښې بايد مونږ خپل ايمان مزبوت كړو ځكه چې پيغمبر(ص) همدا څيز د ارامښت سبب ګڼلی دی.
389098