د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر لاريجانی نن د يك شنبه په ورځ د ارديبهشت د مياشتې په 6 نیټه د اسلامی شورا په څرګندې غونډې كې په عراق كې د وروستيو ورځو ترهه ګرو اقداماتو ته په اشارې سره چې د لسګونو ايرانيو زيارتوالو د شهيديدا او ټپی كيدا سبب شوې جوته كړه ترهګر به د ايران غاښ ماتوونكی ځواب ووينی او پوه دې شی چې په ډيرې حطرناكې لارې روان شوی دی.
ډاكټر لاريجانی د ايران په لويدیځ او ختیځ كې د ترهه ګرو اعمال د امريكايی عسكرو پلانونه وبلل چې په سيمه كې په پرله پسې په ايران د ګوزار كولو په لټه كې دی.
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر لاريجانی زيا ته كړه چې اسلامی ايران د خبرو اترو او بدلون د شعار تر څنګه د امريكا دغه كړچار او د ايران پر ضد د ماتوونكو بايكاټونو په اړه د دغه هيواد په كا نګرس كې د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن هيلری كلنټن وينا وې يو ډول لالنهدۍ وبلله.
د ايران د اسلامی شورا سپيكر د عراق له ملی حكومته چې تل د ايران د ملاتړ وړ دی وغوښتل چې په لنډ وخت كې او په مناسب غبرګون سره ګوډاګی ترهه ګر وپيژنی او سزا وركړی او د هغو تر شاه لاسونه هم په ډاګه كړی.
392788