IQNA

حزب الله د رژيم صهيونيسټی د ظلمونو په وړاندې د ملګرو ملتونو په چپتيا نيوكه وكړه.

8:34 - April 27, 2009
د خبر لمبر: 1770328
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان په مجلس كښې د حزب الله نماينده دې خبرې ته په پام چې ملګرو ملتونو تر اوسه پورې د په میړنتوب سره د رژيم صهيونيسټی د ظلمونو په وړاندې څه قدم اوچت نه كړ، دا بې پامی یې د ملګرو ملتونو د ضعف او كمزورۍ سبب وګاڼه او د هغوی په دې چپتيا یې نيوكه وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) د لبنان د څانګې په ګزارش، د لبنان په مجلس كښې د حزب الله نماينده «حسن فضل‌الله» د غويی د مياشتې په پينځمه نیټۀ په خپلو خبرو كښې د ملګرو ملتونو د سترسكتر «بان كی‌مون» د دریځ په هكله وويل: ملګری ملتونه په ډېرو ځايونو كښې يو اړخ ته ګوری او فيصله كوی او د رژيم صهيونيسټی د ظلمونو په مقابله كښې څه قدم نه اوچتوی.

حسن فضل‌الله، همدارنګ زياته كړه: بان كی مون ملګری ملتونه د اسرائيل د امنيت لپاره تيار كړی دی.

هغه زياته كړه: بان كی مون د دې ظلمونو په مقابله كښې چپ دی او تر دې چې د ځينو ظلمونو نقشه د ملګرو ملتونو په دفتر كښې جوړیږی.

394755
captcha