د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Allafrica»اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، «شيخ ابراهيم خليل» د نيجريه د قران د حافظانو د انجمن مشر سره په ليدنه كښې وويل: دومره زيات حافظان په يوۀ هيواد كښې د خدای له خوا يو نعمت دی، خو له بده مرغه دې نعمت ته زيات پام نه دی شوی او د هغوی حمايت او ملاتړ په صحيح طريقې نه كیږی.
ابراهيم خليل وړاندې د نيجريه له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې د قرانی د حافظانو حمايت دې وكړی او هغوی ته يوازې د روژې په مياشت كښې درانه نه دی كتل پكار بلكې هر وخت كښې یې عزت پكار دی.
396145