د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، چې د مصر له «عقيدتی» ورځپاڼې یې نقلوی، د الازهر د اسلامی څیړنو ستر سكتر «شيخ علی عبدالباقی» په دې هكله وويل: دا كار په دې غرض شوی دی چې د دين په نوم غلط مطلبونه نه خپریږی.
هغه زياته كړه: اوس اوس ځنیې كسانو په دې هكله كتابونه او جزوې خپرې كړې وې چې د ناروغو علاج یې د قران د سورتونو د لوستلو په وسيله پكښې ليكلی و په داسې حال كښې چې دا كار د شريعت په خلاف دی او ځينې كسان يوازې د خپلې ګټې په غرض دا كارونه كوی.
411952