IQNA

د سويزرلينډ د فیډرل پارليمنیټ وړاندې د مسلمانانو غونډه

15:17 - December 14, 2009
د خبر لمبر: 1860709
نړيواله ډله: د سويزرلينډ د پلازمينې «برن» ښار ځينې مسلمانانو او ښاريانو پرون د ليندې د مياشتې په 21 نیټه د سويزرلينډ د پارليمينټ وړاندې په دې هيواد كښې په جماتونو كښې د منارو د جوړولو د پابندې په خلاف غونډه وكړه او ویې غوښتل چې د اسلام څيره دې په دې هيواد كښې ښه وښودل شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «رويترز العربية» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د دې غونډه كوونكيو شمېر له 500 تر 800 كسانو پورې وو چې ډېر پكښې مسلمانان وو چې د 29 نومبر د رای ګيرۍ په خلاف یې مظاهره وكړه.
مظاهره كوونكيو ځينې ليكنې هم په لاسو كښې راخستې وې چې ورباندې یې ليكلی وو: مونږ مسلمان هیټلر نه يو، په سويزرلينډ كښې د اسلامی احكامو جاری كول په دې معنی نه دی چې مونږ مسلمانان تندرو يو.
507989
captcha