IQNA

د ايران د ستر لارښود خبرې د استعمار مخالفو هيوادونو لپاره فصل الخطاب دی

8:10 - December 31, 2009
د خبر لمبر: 1866968
نړيواله ډله: د ايران د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای خبرې د استعمار مخالفو هيوادونو لپاره په بيله توګه په كويت كښې فصل الخطاب دی
په كويت كښې د ايران په كلتوری مركز كښې كاركوونكی حجت‌الاسلام ابوفاضل رضوی اردكانی د ايران د قرانی خبری اژانس سره په خبرو كښې وويل: د ايران د ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای خبرې د استعمار مخالفو هيوادونو لپاره په بيله توګه په كويت كښې فصل الخطاب دی
د ايران ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه د امام خمينی په لار روان دی او په سياست كښې هماغه لاره وهی چې كومه امام وهلې وه. په دې هكله یې د هغوی ځينې خبرې ذكر كړې چې هغه دا دی:
د اسلامی انقلاب ستر لارښود له يوه ستر تاريخی پيچومی د تيريدو لپاره د الله تعالی په لاره كښې په هڅو او مجاهدت او د علم په ترلاسه كولو كښې د ځوانانو په درنې دندی ټينګار وكړ .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن په اروپا كښې د ايرانيو محصلينو او اسلامی انجمنونو د اتحاديی له غړو سره په كتنه كښې په ايران كښې علمی حركت يوه بیړنۍ او ضروری اړتيا وبلله .
د رهبرۍ ستر مقام وفرمايل په ايران كښې د علم بنسټی كول هغو ایډيالونو او اهدافو ته د رسيدو اغيزمنه لاره ده چی اسلامی جمهوری نظام په لوړو او ارزښمتنو اهدافو سره ديوه ستر حركت په توګه ورپسی دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په نړۍ واكمن نظام ناعادلانه وباله او زياته یې كړه په ننۍ نړۍ كښې انسان په غلطو نظامونو او كلتورونو كښې په بې عدالتۍ او توكمپالنې كښې كلابند دی او بې عدالتی په نړۍ يو واكمن دود دی او د ليبرال ديموكراسۍ په شعار سره د لويدیځ د پانګه وال نظام د طبيعت او ذات يوه برخه بلل كیږی .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای په نړۍ د عادلانه نظام د ټينګولو لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت هڅو ته اشاره وكړه او په دی لاره كښې دوه اصلی هدفونه د يوه عادلانه نظام د بيلګی جوړول او وړاندی كول او د دغه نظام ښودل او معرفی كول وبلل .
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود همدغه راز په تهران كښې د عاشورا په ورځ د بلواو په اړه د ځينو لويدیځو سياستوالانو څرګندونو ته اشاره وكړه او دغه ‌ډول څرګندونې یې د حقيقتونه د اپوټه ښودلو لپاره د هغوئ خباثت او د صهيونستی او پرديو له رسندويو د اغيز منلو له امله وبللی .
514902
captcha