IQNA

د حوزہ علمیہ قم استاد: وهابيان په نهج البلاغې كې شبهې اچول غواړی‏

16:27 - April 09, 2010
د خبر لمبر: 1904223
د تفكر او نظر ډله: وهابيان په نهج البلاغه او د امير المومنين حضرت علی عليه السلام په ‏اقوالو كې شك او شبهه اچولو كوشش كې لګيا دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حوزہ علمیہ قم كےاستاد ښاغلی ‏حجۃ الاسلام والمسلمين "حسينی قزوينی" په پينځم اپريل په نهج البلاغه درس كې د دې خبرې ‏په وضاحت كولو سره وويل چې نن سبا وهابيان په نهج البلاغه كې د شك او شبهې اچولو ‏پسې دی چې د هغه يوه بيلګه د نهج البلاغې په 228 لمبر خطبه كې د شبهې اچولو كوشش دی‏
هغه زياته كړه چې د دې ډلې دا عقيده ده چې په دې خطبې كې له فلان ټكی نه مطلب دوهم ‏خليفه دی او امير المومنين حضرت علی عليه السلام په دې خطبی كې د دوهم خليفه ستاينه ‏كړی ده حال دا چې د سنيانو مشهور پوهاند او عالم د نهج البلاغه تشريح كوونكی ښاغلی ‏‏"صبحی صالح" او ابن ابې الحديد دا خبره نه منی.‏
‏558496‏
captcha