IQNA

رفسنجانی: د قرآن په سوځولو سره، صهيونستان غواړی اسلام او مسيحيت له يوه بل سره ښكيل كړی

23:24 - September 14, 2010
د خبر لمبر: 1994126
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ د خبرګانو د شورا مشر د قرآن سپكاوی كونكو ته خبرداری وركړ او ویې ويل د قرآن سوځول ددی ‏ښودنه كوی دښمنان له اسلام سره ژوره كينه لری . ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ د خبرګانو د شورا مشر آيت الله هاشمی رفسنجانی نن ددغی ‏شورا د اتمې غونډی په پيل كښې قرآنكريم ته د امريكايی سرزورو لخوا سپكاوی ته په اشارې سره وويل دښمنان چی كله په اسلامی ‏نړۍ كښې ویښتيا ووينی نو د قرآن د سوځولو په څير سپكوونكی اقدامات كوی . ‏
ښاغلی رفسنجانی په دی په ټينګار سره چی صهيونستان غواړی اسلام او مسيحيت له يوه بل سره ښكيل كړی وويل مسلمانان بايد په ‏دی زمينه كښې هوښيار واوسی . ‏
د رهبرۍ د خبریګانو د شورا مشر همدغه راز د ايران د سوله ايزو اتومی فعاليتونو په اړه د اتومی انرژۍ د نړيوال اژانس د عمومی ‏مدير يوكيا آمانو راپور ته اشاره وكړه او ویې ويل دغه راپور هم د نوموړی اژانس د پخوانيو راپورونو تكرار ؤ او په ناحقه په ايران ‏تور لګوی چی د پلټنو مخنيوی كوی . ‏
آيت الله هاشمی رفسنجانی وويل په ايران بنديزونه هیڅكله دومره سخت نه ؤ خو ايران دومره امكانات لری چی په دغو بنديزونو ‏برلاسی شی .‏
‏654541‏
captcha