د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د دې خبرې په كولو سره چې په دغه جنايت كې له شك پرته امريكا صهونيسټ رژيم او انګلستان د تورنو د ليكې په سر كې دی ټينګار وكړ، دښمنان دې پوه شی چې د اسلامی ايران د پوهانو او متفكرانو په ترورسره به نور په لسګونو پوهان د هغوی ځای ونيسی.
ښاغلی خاتمی روښانه كړه په هماغه اندازه چې د ايران ولس له امريكا او صهونيسټ رژيمه كركه او نفرت لری، انګلستان هم د كركې او نفرت حق دار دی.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب ښاغلی احمد خاتمی هم دا راز د ۱۴۳۲ قمری كال او د شهيدانو د سالار حضرت امام حسين عليه سلام د شهادت د ۱۳۷۱ كلونو د تيريدا په درشل كې وويل د عاشورا غميزه دومره درنه او داسې داغ دی چې تر قيامته پورې نه هيريدونكی دی
705531