IQNA

احمدی نژاد: د امام خمينی رحمه الله عليه روښانه لارې ته دوام وركوو

22:36 - February 05, 2011
د خبر لمبر: 2075651
سياسی ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد وويل، د امام خمينی رحمه الله عليه روښانه او نورانی لارې ته د څوكو تر ‏رسيدا او د اسلامی انقلاب د ټولو اډيالونو تر تحقق پورې دوام وركوو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد نن د حكومت له كابينې سره ‏د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه د له اډيالونو سره د ميثاق د تجديد لپاره ، د هغه حضرت په مبارك حرم كې په شتون سره د ‏خبريالانو په ټول كې وويل ، د اير ان د ملت او د ملت د خدمتګارانو په استازيتوب، اعلانوم چې هیڅكله به حضرت امام له كرښې او ‏اډيالونو نه لرې كیږم.‏
د اسلامی ايران ولسمشرد دې خبرې په كولو سره چې اسلامی ايران په ټوله نړۍ كې ځلانده شوی وويل، كه تيری ګر وغواړی چې د ‏ايران د ملت د خوځښت په مقابل كې ودریږی، د هغوی ټولو او د هغوی د تش په نامه قدرت په مقابل كې به ودریږو.‏
‏741813‏
captcha