IQNA

د يو شمير مسلمانو ولسونو پاڅون، يو الهی او توحيدی پاڅون دی.

16:16 - February 26, 2011
د خبر لمبر: 2086642
سياسی او ټولنيزه ډله: د ولی فقيه استازی اود زنجان ولايت امام جمعه، په وروستيو څو مياشتو كښې د يو شمير مسلمانو ولسونو خوزښت او پاڅون يو الهی او توحيدی پاڅون وباله او زياته ئې كړه: لويدیځ په دغه ډول حركت د پوهيدو او د هغه د څیړلو توان نه لری .
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: حجت‌الاسلام و المسلمين محمدتقی واعظی ددې اونۍ د جمعې د لمانځه په خطبو كښې د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) او د حضرت امام جعفر صادق (ع) د مبارك ميلاد د شپو ورځو په مناسبت د مباركۍ په وئيلو سره ووئيل: خدای تعالی (ج) د پيغمبر اكرم (ص) سنت او كړچار د مسلمانانو له پاره اسوه حسنه بولی او اسلامی امتونه په دغه اسوه حسنه باندې په عمل كولو سره د نيكمرغۍ لوړو څوكو ته رسيدې شی.
دوی د حضرت امام جعفر صادق (ع) وجود د مسلمانانو په تيره بيا د شيعه مسلمانانو له پاره يو ډير ارزښتناك نعمت وباله او څرګنده ئې كړه: نړۍ نن سبا له پیړيو پیړيو تيريدو نه پس هم د حضرت امام جعفر صادق (ع) د ارزښتناكو آثارو له بركاتو نه ګټه اخلی.
د زنجان د جمعې د لمانځه خطيب د خپلو ويناوو په يوه بله برخه كښې د سيمې په يو شمير هيوادونو په تيره بيا عربی هيوادونو كښې روان چلن، د سترو قدرتونو د استعماری او ظالمانه سياستونو سره په د تضاد او ډغره كښې وباله او وئې وئيل: امريكه او انګلستان نن سبا د مسلمانو ولسونو د انقلابونو او پاڅونونو سره په مقابله كښې پاتی راغلی دی او ددغو انقلابونو سره د مقابلې لپاره سم سيايت نه شی غوره كولی.
حجت‌الاسلام و المسلمين واعظی ، په وروستيو څو مياشتو كښې د يو شمير مسلمانو ولسونو خوزښت او پاڅون يو الهی او توحيدی پاڅون وباله او زياته ئې كړه: لويدیځ په دغه ډول حركت د پوهيدو او د هغه د څیړلو توان نه لری .
753369
captcha