د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د كلتوری انقلاب د سترې شورا غړې ښاغلی رحيم پور ازغدی وويل چې عالمانو او روحانيونو ټول مادی مكتبونه او ليدتوګې له ماتې سره مخامخ كړی دی چې هغو اوس په بشريت كې نور مقبوليت نه لری
هغه زياته كړه نن سبا عالمان او روحانيون په نړې كې د موجود ناعادلانه نظام په ځای د ولايت او امامت د ليدتوګې په معرفۍ او واكمنولو كې له بل هر وخته دروند مسئوليت لری.
ډاكټر رحيم پور ازغدی روښآنه كړه نن سبا نړۍ ته د حقيقی اسلامی ليدتوګې او كلتور د وړاندې كولو وخت رارسيدلی دی او كه لټی وشی، نوهغه مستكبران به چې د ليدتوګې په ډګر كې ئې ماته خوړلې ده هڅه وكړی څو پر نړۍ كه څه هم د لڼد وخت لپاره وی د مادی ليدتوګې واكمنی بيان كړی او تمديد كړی.
861124