IQNA

د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ په پنځم نړيوال كنفرانس كې د ايت الله خامنه ای د وينا پراخ انعكاس

16:41 - October 02, 2011
د خبر لمبر: 2197470
نړيواله ډله: د فلسطين له انتفاضې د ملاتړ په پنځم نړيوال كنفرانس كې د رهبرۍ دستر مشر د وينا پراخ انعكاس له امله ددې وينا بشپړ متن تاسو خدمت كې وړاندې كوو
بسم الله الرحمن‌ الرحيم

السلام عليكم و رحمة‌ الله

الحمدلله رب‌ العالمين و الصلاة و السلام علی سيدنا محمد و آله الطاهرين و صحبه المنتجبين و علی من تبعهم باحسانٍ الی يوم الدين.
قال الله الحكيم: أُذِنَ لِلَّذِينَ یُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴿٣٩﴾
الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِیَارِهِمْ بِغَیْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن یَقُولُوا رَبُّنَا اللهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِیَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ یُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللهِ كَثِيرًا وَلَیَنصُرَنَّ اللهُ مَن یَنصُرُهُ إِنَّ اللهَ لَقَوِیٌّ عَزِيزٌ ﴿٤٠﴾

ګرانو ميلمنو او حاضرينو ته ښه راغلاست وايم.
په ټولو هغو موضوګانو كې چې د نړۍ سياسی او دينی شخصيتونه پكار ده پرې غور وكړی، د فلسطين مسله ډيره ځانګړه لری.
فلسطين په اسلامی هيوادونو كې ګډه موضوع ده . په دې مسلې كې ځانګړې خصوصيات شته دی:
اول: د اچې يو مسلمان هيواد د هغه له ملته غصب او پرديو ته چې له بيلابيلو هيوادونو راټول شوی دی او جعلی ټولنه یې رامنځته كړې ، سپارل شوی .
دوم :دا چې دغه بې مخينې پیښه په تاريخ كې ، په وژلو، ظلم ، جنايت، او دوامداره سپكاوی سره شوې ده .
دريم : دا چې د مسلمانانو لومړۍ قبله او زياتره محترم دينی مركزونه ، چې په د غه هيواد كې دی ، په ورانولو، سپكاوی، او زوال ګواښل شوی دی.
څلورم : دا چې دغه جعلی حكومت او ټولنه، دنړۍ په ډيرې حساسې سيمې كې ،له پيله تر اوسه پورې د استكباری حكومتونو لپاره د يوې پوځی او امنيتی اوسياسی اډې په توګه رول لوبولی او استعماری لودیځ چورليز چې په بيلابيلو علتونو، د اسلامی هيوادونو د پرمختګ، يووالی، او لوړاوی دښمنان دی، ترې تل، د اسلامی هيوادونو تر څنګ د يوې دوه مخی تورې په توګه استفاده كړې ده.
پنځم دا چې صهيونيسم چې د انسانی ټولنې لپاره ډير لوی اخلاقی ،سياسی او اقتصادی خطر دی، دا ځای په نړۍ كې ، دخپلې سلطې او نفوذ لپاره يوه وسيله، او تكيه ګاه ګرځولی دی .
نور ټكی هم كولی شو چې پرې زيات كړو:
هغه درنه بيه چې اسلامی هيوادونو تر اوسه پورې وركړې ده، دمسلمانو ملتونو او حكومتونو ذهنی مشغولتيا، دميليونونو كډوالو درد او كړاو، چې زياتره یې له ۶ لسيزو وروسته اوس هم په كمپونو كې ژوند كوی، په اسلامی نړۍ كې د يوه مهم تمدنی مركز د تاريخ غوڅول اوداسې نور... اوس په دغو ، يو بل مهم ټكی هم ورزيات شوی او هغه د ا سلامی ویښتيا غورځنګ دی چې ټوله سيمې كې پراخه شوې ده، او د اسلامی امت په برخليك كې یې بله پاڼه پرانيستې ده .
دغه ستر خوځښت،چې بې شكه كولی شی، د نړۍ په دې مهمې او حساسې سيمې كې يوه اسلامی كوټلې ، پرمختللې او مقتدر ټولګې درامنځته كيدا سبب شی او په الهی قدرت او د دغه غورځنګ په كلكې ارادې د مسلمانانو د سپكاوی او شاته پلاتې كيدا پړاو ته دپای ټكی كیږدی،د خپل ځواك او حماسه زياته برخه یې د فلسطين له مسلې اخستې ده .
د صهيونست رژيم د زياتيدونكی زور ويلو او ظلم ا و ورسره د امريكا د يوشمير مزدورو ،فاسدو او مستبدو حاكمانو ملګرتيا له يوې خوا او د فلسطين او لبنان د میړنی مقاومت رامنځته كيدل او دلبنان په ۳۳ ورځنی او د غزې په ۲۲ ورځنی جنګونو كې د مومنو ځوانانو معجزه ډوله برياليتوب، له هغو مهمو عواملو دی چې دمصر ،تونس، او ليبيا او نورو په ظاهره آرام سمندر یې څپانده كړ.
دا يو حقيقت دی چې د صهيونست رژيم بشپړ وسله واله او سمبال رژيم او دنه ماتيدو مدعی ، په لبنان كې په نا برابر جنګ كې د مومنو مجاهدينو په پياوړی مټ،سخت او سپكونكې ماته وخوړه، او له هغه وروسته، دغزې د مظلومانه او اوسپنيز مقاومت په مقابل كې يو ځل بيا یې خپل پڅه توره وآزمايله او ناكامه شو.
بايد دسيمې داوسنی وضعيت په تحليل كې په دغو مسلو پرې جدی پام وشی، او د هرې فيصلې سموالی چې غوره كیږی، ورسره وسنجول شی.
نو دا ، دقيق قضاوت دی چې د فلسطين مسله ، اوس دوه برابره اهميت او فوريت پيدا كړی، او د فلسطين ملت حق لری چې دسيمې په ا وسنی وضعيت كې له مسلمانو هيوادونوزياته تمه ولری.
تير او اوس وخت ته يوه كتنه وكړو او راتلونكی ته نقشه انځوره كړو. زه مهم ټكی درته بيانوم :
دفلسطين د غصب له غميزې څه دپاسه ۶ لسيزې تيرېږی. د دې خونړۍ غميزې اصلی عوامل ،ټول پيژندل شوی او دانګلستان استعمار ګر حكومت یې هم په سر كې دی، چې دهغه سياست، وسلې، پوځی اقتصادی و كلتوری او امنيتی ځواك او ورپسې ، نور مستكبر لويدیځ او ختیځ حكومتونه د دغه ستر ظلم په خدمت كې راغلل .
د فلسطين بې پناه ملت،د نيواګرانو په بې رحمه منګولو كې ،عام ووژل آو له كورنو و ايستل شول . تر اوسه پورې له هغه ا نسانی ا ومدنی غميزې چې دتمدن او اخلاقو دمدعيانو په لاس په هغه وخت كې وشوه، يو په سلمه برخه هم نه ده انځوره شوې، او له رسندويی ا و تصويری هنرونو یې هیڅ ګټه نه ده كړې .
د تصويری هنرونو ، تلويزيون، او سينما مهم باداران ، او د لويدیځ د فلم جوړولو مافيا، دغه مسله نه ده غوښتې او اجازه یې ورته نه ده وركړې. خو يو ملت په چپتيا، كې عام ووژل شو، او بې كوره او كډوال شو.
د كار په پيل كې مقاومتونه رامتځته شول،چې سخت او په سخت زړۍ سره وځپل شو.
د فلسطين له سرحدونو بهر، او زياتره له مصر څخه ،په اسلامی انګيزې سره میړنو هڅه وكړه، خو لازم ملاتړ یې تر لاسه نكړ، او وې نشو كړای چې په ډګر كې اغيز وكړی.
له دې وروسته، له صهيونست رژيم سره د څو عربو هيوادونو د كلاسيك او رسمی جنګ وخت ورسيده.
مصر او سوريه، او اردن ، خپل پوځی ځواكونه ډګر ته وا رد كړل، خو له نيواګر رژيم سره دفرانسې ، انګلستان او امريكا بې خرته او زياتو مالی او پوځی مرستو ،عربی پوځونه ناكامه كړل. هغوی نه يواځې د فلسطين ملت سره مرسته ونكړی شوه،بلكه دخپلې خاورې مهمه برخه یې هم په دغو جنګونو كې له لاسه وركړه.
له فلسطين سره د ګاونډيو عربی هيوادونو دناتوانۍ په روښانه كيدا سره، ورو ورو د مقاومت مركزونه رامنځته شول، او څه موده وروسته، د فلسطين د آزادی غواړی غورځنګ رامنځته شو.
دا، د رڼا هيله وه چې ښه وځليدله ، خو ډير وخت نه وو تير چې بيرته خاموشه شوه.
دغه ناكامی، دبيلابيلوعلتونو له كبله بللی شو، خو اساسی علت یې ، له خلكو، اسلامی ايمان او عقيدې د هغوی لرې والی وو.
كیڼه ايديالوژی او يا يواځې ناسيوناليستی احساسات هغه څه نه وو چې دفلسطين پيچلې اوسخته مسله ورته اړتيا ولری . هغه څه چې ملت یې د مقاومت ډګر ته واردولی شو، او له هغه یې نه ماتيدونكی ځواك برابر كړ، اسلام، جهاد، او شهادت و.
هغوی ، دغه خبره په سمه توګه درك نكړه.
ما د اسلامی ستر انقلاب په لومړيو مياشتو كې چې د آزادی غواړی موسسې مشرانو تازه روحيه پيدا كړې وه، او تهران ته یې هم تګ راتګ درلود، د هغې موسسې له يوه غړی نه وپوښتل چې ولې په خپلې حقې مبارزې كې د اسلام بيرغ نه وچتوئ، دهغه ځواب دا وو چې په مونږ كې يو شمير مسيحيان دی.
دغه كس وروسته په يوه عربی هيواد كې د صهيونستانو له لوری ترور شو، اوووژل شو، او انشاا..... دخدای په رحمت كې شامل شوی وی، خو دغه استدلال،ناقص وو.
زما په نظر يو مبارز او مومن مسيحی د يوې سرشيندونكې مجاهد په ټولګې كې چې خالصانه په خدای او د قيامت په ورځ په ايمان سره او د الهی مرستې په هيله جنګیږی، او د خپلو خلكو له مادی او معنوی مرستو برخمن دی، دمبارزې لپاره زياته انګيزه پيدا كوی، تر دې چې د يوه بې ايمانه او د خلكو له وفاداره ملاتړه پرته، او له پايدارو احساساتو لرې وی .
د پياوړی ايمان نه شتون او له خلكو لرې كيدل،ورو ورو هغوی بې اغيزې اوشنډ كړل .
البته په هغوی كې با ايمانه اوښه شريف او با ا نګيزه او میړنی خلك وو خو ټولګه اوموسسه په بله لاره لاړه.
د هغوی انحراف د فلسطين مسلې ته ګوزار وراد كړ، او تر اوسه هم وركوی یې.
هغوی هم د ځينو خاينو عربی هيوادونو په څير د مقاومت ایډيال ته چې د فلسطين د ژغورلو يواځنۍ لاره وه اوده، شا كړه، او البته نه يواځې فلسطين ته بلكه په ځان یې هم سخت ګوزار وارد كړ.
د عرب مسيحی شاعر په وينا:
لئن اضعتم فلسطيناً فعيشكم / طول الحياة مضاضات و آلامٌ
۳۲ كاله سپيره عمر دې په دې توګه تير شو ، خو ناببره ،خدای دقدرت لاس، صفحه واړوله .
په ۱۹۷۹ كال كې د اسلامی انقلاب برياليتوب، د دې سيمې وضعيت بدل كړ، او نوې صفحه یې پرانيستله .
د دې انقلاب په حيرانونكو نړيوالو اغيزو كې او داستكبار په سياستونو ژور ګزارونه وكړل، او تر هر څه ژر روښانه او چټك ،دصهيونست په حكومت ګوزار وو.
په هغو ورځو كې د دغه رژيم د مشرانو خبرې د لوستلو وړ دی، او د هغوی د تورې ورځې ښودنه كوی .
د برياليتوب په لومړيو اونيوكې په تهران كې د صهيونست جعلی رژيم سفارت بند، او كاركونكی یې وايستل شول، ا و ځای یې رسما ، دفلسطين آزادی غواړی موسسې ته وركړل شو، چې تر ا وسه پورې هم هلته دی.
زمونږ ستر امام، وويل، د دغه انقلاب يو هدف، د فلسطين آزادی او داسراييلو د سرطانی دانې غوڅول دی.
د دغه انقلاب قدرتمنې څپې ، په ټوله نړۍ كې پراخه شوې او هر چيرې دغه پيغام لاړه چې، فلسطين بايد آزاد شی.
هغه سترې ستونزې چې د انقلاب دښمنانو پرله پسې په اسلامی ايران وتپلې، چې يوه یې ، د امريكا ، او انګلستان په راپارولو او د عربو مرتجع رژيمونو په ملاتړ سره د صدام رژيم ۸ كلن جنګ و ، چې دا هم ونشو كړای چې له فلسطينه د دفاع ا نګيزه ، له اسلامی ايرانه واخلی.
په دې توګه د فلسطين په رګونو كې تازه وينه وغوړيدله. دفلسطين مسلمانې مجاهدې ډلې رامنځته شوې. د لبنان مقاومت ، د دښمن او ملاتړو په مقابل كې يوه پياوړې نوې جبهه رامنځته كړه .
فلسطين ، په عربی هيوادونو دتكیې په ځای، او دملګرو ملتونو په څير نړيوالو ادارو ته د لاس له اوږدولو پرته، چې داستكباری حكومتونو په جرم كې شاملې وې، په ځان، په خپلو ځوانانو او په خپل ژور اسلامی ايمان او په سرشيندونكو ښځو ا و نارينه وو تكيه وكړه.
دادټولو برياليتوبونو او فتوحاتو كلی ده .
په تېرو دريو لسيزو كې دا بهېر ورځ په ورځ زيات شوی دی ، په دوه زره شپږ م كال كې په لبنان كې د صهيونيسټ رژيم ‌ذلت ناكه ماته ، په دوه زره اتم كال كې په غزې كې د ادعا لرونكی پوځ شرموونكې ناكامی، د لبنان له جنوبه تېښته او له غزې شاتګ ، په غزې كې د مقاومت د دولت جوړيدل او په يوه جمله كې دا چې له نهيلو او پاتې انسانانو په هيله منو، مقاومو او په ځان د باور لرونكو كسانو د فلسطين د ولس بدلون د تېرو ديرشو كلونو ښكاره ځانګړتياوې دی.
دا كلی او اجمالی تصوير هغه وخت بشپړیږی چې سازبازی او خاينانه حركتونه چې مقصد یې د مقاومت غلې كول او د اسراييلو د مشروعيت لپاره له فلسطينيو ډلو او عربو دولتونو اعتراف اخستل دی هم په سمه توګه وليدل شی.
دا خوځښتونه چې پيل یې د كيمپ ډيوډ په شرموونكې تړون كې د جمال عبدالناصر د ناخلفه او خائن ځای ناستی په لاس وشو. هميشه یې غوښتې دی چې د مقاومت په پولادی هوډ كې د سوهان او سستوونكی رول ولوبوی ،په كيمپ ډيویډ تړون كې د لومړی ځل لپاره يو عرب دولت رسما د فلسطين د اسلامی تاټوبی په صهيونسټی والی اعتراف وكړ او په هغه ليكنه یې چې پكې « د اسراييل، د يهوديانو د ملی كور په توګه پيژندل شوی و لاسليك وكړ.
له هغه وروسته په نولس سوه درې نويم كال كې د اوسلو تر تړونه او له هغه وروسته یې په تكميلی طرحو كې چې د امريكا په ميدان دارۍ او د اروپا د استعماری قدرتونو په ملګرتيا سره پرله پسې د فلسطينيانو په ځينو بې همته او سازشكاره ډلو په اوږو واچول شو. د دښمن ټوله هڅه په دې وه چې په پوچو او غولوونكو وعدو سره د فلسطين ولس او ډلې د مقاومت له انتخابه وغړوی. او هغوی د سياست په ميدان كې په نابلدې لوبې مشغول كړی. د دغو ټولو معاهدو بې اعتباری ډيره زر ښكاره شوه او صهيونستانو او ملاتړو یې په ځلونو وښودله چې هغه څه چې په خپله یې ليكلې دی د بې ارزښته كاغذ د ټوټې په سترګه ګوری. د دغو طرحو مقصد په فلسطينيانو كې د دوه زړه توب پيدا كول او د بې ايمانه او دنيا غواړو كسانو ته لالچ وركول او د اسلامی مقاومت د حركت پرځول وو اوبس .
تر اوسه د دغو ټولو خيانتی لوبو ترياق، په اسلامی ډلو او د فلسطين په ولس كې د مقاومت روحيه ده . هغوی د خدای په اراده د دښمن په وړاندې ودريدل او لكه څرنګه چې خدای وعده كړې ده چې « ولينصرن الله من نيصره ، ان الله قوی عزيز» د خدای له مرستې برخمن شول.
له بشړې محاصرې سره سره د غزې دريدل د خدای مرسته وه ؛ د حسنی مبارك د خاين او فاسد رژيم ړنګيدل د خدای كومك و :
په سيمه كې د اسلامی بيدارۍ د پياوړې څپې پيدا كيدل، الهی مرسته ده.
د امريكا ، انګلستان او فرانسې له څيرو د نفاق او تزوير د پردو ليرې كيدل او له هغو ی د ولسونو زياتيدونكی نفرت ، دخدای مرسته ده. د صهيونسټ رژيم پرله پسې او بېشميره ستونزې ، په داخل كې سياسی اقتصادی ، او ټولنيزې ستونزو نيولې تر نړيوالې ګوښه كيدا او عمومی كركې او حتی له هغوی د اروپايی پوهتنونو تر كركې پورې دا ټول د خدای مرسته او مدد دی.
نن صهيونسټ رژيم تر بل هر وخته زيات كركجن ، ضعيف او ګوښه دی او اصلی ملاتړی یې امريكا تر بل هر وخته زياته ښكيله او لالهانده ده .
اوس د فلسطين كلی او اجمالی صفحه په تېرو څو شپيتو كلونو كې زمونږ مخې ته پرته ده ، راتلونكی بايد هغې ته پام او له هغه په درس اخستلو سره برابر كړی شی.
دوه ټكی بايد مخكې له مخكې بيا ن شی.
لومړی: دا چې زمونږ ادعا د فلسطين ازادی ده نه د فلسطين د يوې برخې ازادی. هره طرحه چې وغواړی فلسطين وويشی ټوټل مردوده ده . د دوو دولتونو طرحه چې « په ملګرو ملتو كې په غړيتوب د فلسطين ددولت د منلو» حق په جانبه جامه ېې ور اغوستې ده بل څه نه دی مګر « په فلسطينی ټاټوبی كې د صهيونسټ دولت د منلو د صهيونستانو غوښټنې ته سر ایښودل. دا د فلسطين ولس د حق د پايمالولو، د فلسطينی كډوالو په تاريخ حق د سترګې پټولو او حتی د نولس سوه اته څلویښتم كال په ځمكو كې د فلسطينيانو د حق د ګواښولو په معنا ده ، د سرطانی دانې د باقی پاتې كيدلو او د اسلامی امت په تيره بيا د سيمې د ولسونو د دايمی شتون د ګواښ په معنا ده ، او د لسګونو كلونو د دردونو د تكرار او د شهيدانو د وينې د پايمالولو په معنا.
هره عملياتی طرحه بايد « ټول فلسطين د ټولو فلسطينيانو لپاره» د اصل په اساس وی. فلسطين ، له نهره تر بحره پورې فلسطين دی،نه حتی يو وليشته كم، البته په دې ټكی بايد سترګې پټې نشی چې فلسطين ولس څرنګه چې په غزې كې وكړل، د فلسطين دخاروې هره برخه چې ازادې كړی شی د خپل انتخاب شوی دولت په وسيله به دهغې د چارې چلول په غاړه واخلی خو هیڅكله به خپل نهايی هدف هير نه كړی.
دوهم ټكی : د ا دی چې : دغه لوی هدف ته درسيدلو لپاره كار او عمل ضروری دی نه خبرې، جدی والی لازم دی نه نمايشی كارونه ، صبر او تدبير ضروری دی نه بې صبرانه او منافقانه كړچارونه، بايد په ليرې افقونو نظر ولرو. او قدم په قدم په هوډ او توكل او هيلې سره پر مخ لاړ شو. مسلمان دولتونه او ملتونه په فلسطين لبنان او نورو هيوادونو كې مسلمانې ډلې هر يوه كولی شی په دغه ګډ مجاهدت كې خپله ونډه ولری او دخدای په امر د مقاومت جدول ډك كړی.
د فلسطين دمسلې د حل او د دغه زوړ ټپ د جوړولو لپاره د ايران د اسلامی جمهوريت طرحه يوه روښانه ، منطقی، او د نړۍ د عمومی افكارو له منل شويو سياسی معارفو سره برابره طرحه ده . چې مخكې په تفصيل سره وړاندې شوې ده. مونږ نه د اسلامی هيوادونو د پوځونو د كلاسيك جنګ وړانديز كوو او نه سمندر ته د مهاجرو يهودو د غورځولو وړانديز، اونه البته د ملګرو ملتو او نورو نړيوالو موسسو د حكميت. مونږ د فلسطين له ولسه د ټول پوښتنې وړانديز كوو، د فلسطين ولس هم د نورو ولسونو په شان د برخليك د ټاكلو حق لری. او حق لری چې په خپل هيواد واكمن نظام غوره كړی. د فلسطين ټول اصلی خلك منجمله مسلمان ، يهودی او مسيحی نه پردی مهاجر، په هر ځای كې چې دی : كه د فلسطين په داخل كې دی او كه په كيمپونو كې او كه په بل هر ځای كې ، په يوې عمومی او برابرې شوې ټول پوښتنې كې برخه واخلی او د فلسطين راتلونكی نظام وټاكی. له دې راپيدا شوی نظام به له استقراره وروسته د هغو غير فلسطينی كډوالو چې په تيرو كلونو كې فلسطين ته كوچيدلې دی برخليك وټاكی. دا يوه عادلانه او منطقی طرحه ده چې د نړۍ عمومی افكار یې په ښه توګه درك كوی. او د خپلواكه دولتونو او ولسونو له ملاتړه برخمنيدلی شی. البته هيله نه لرو چې غاصب صهيونسټان په اسانه دې ته غاړه كیږدی او دلته ده چې د دولتونو او ولسونو او د مقاومت د موسسو او ډلړ رول بڼه خپلوی او معنی پيدا كوی. د فلسطين له ولسه د ملاتړ مهم ركن له غاصب دښمنه د ملاتړ غوڅول دی. او دا داسلامی دولتونو لويه دنده ده . اوس ميدان ته د ولسونو له راتګ او د صهيونسټ رژيم پر خلاف د هغوی له قدرتمندانه شعارونو وروسته مسلمان دولتونه په كوم منطق سره له غاصب صهيونسټ رژيم سره خپلې اړيكی جاری ساتی.؟ د فلسطين له ولسه د پلويتوب لپاره د مسلمانو د ولتونو د صداقت سند له دغه رژيم سره د پټو او ښكاره سياسی او اقتصادی اړيكو غوڅول دی. هغه دولتونه چې د صهيونسټ رژيم د سفارتونو او اقتصادی دفترونو كوربه دی د فلسطين د دفاع ادعا نه شی كولی. او د هغوی له خوا هیڅ صهيونسټ ضدشعار جدی او واقعی نه ګڼل كیږی.
د اسلامی مقاومت سازمانونه چې په تيرو كلونو كې یې د جهاد درنه دنده په غاړه درلوده نن هم له هماغه لویې دندې سره مخامخ دی. د هغوی منظم مقاومت پياوړی مټ دی چې فلسطين ولس دغه لوی هدف ته رسولی شی.د هغوی خلكو له خوا په میړانه مقاومت چې كور او وطن یې نيول شوی دی په ټولو نړيوالو تړونونو كې په رسميت پيژندل شوی دی. او ستاينه یې شوې ده. په صهيونزم پورې د تړلو سياسی او رسندويی چينلونو له خوا د ترهه ګرۍ تور يوه پوچه او بې ارزښته ادعا ده ، ښكاره ترهه ګر صهيونسټ رژيم او دهغه لويدیځ ملاتړې دی ؛ فلسطينی مقاومت د جرارو ترهه ګرو په ضد يو حركت او يو انسانی او مقدس حركت دی.
په دې مينځ كې لويدیځ هيوادونه هم ښايی چې دې مسلې ته په واقع بينانه نظر سره وګوری.
لويدیځ نن د دوو لارو په سر ولاړ دی . يا بايد له خپلې اوږدې بدماشۍ او زور وينې لاس واخلی او د فلسطين ولس حق په رسميت وپيژنی او له دې زيات د صهيونستانو د بشری ضد او زورويونكو نقشو پيروی ونه كړی. او يا په نزدې راتلونكی كې د لا سختو ګوذارونو په تمه ووسی. دا شلوونكی ګوذارونه يوازې په سيمه كې دهغوی د تابعو حكومتونوپرله پسې نسكوريدل نه دی بلكه هغه ورځ چې د امريكا او اروپا ولسونه پوه شی چې د هغو ی زياترې اقتصادی ټولنيزې او اخلاقی ستونزې د هغوی پر دولتونو د صهيونزم د اوه سری مار د سلطې له امله دی او د هغوی چارواكی دخپلو شخصی او ګوندی ګټو په خاطر په امريكا او اروپا كې د وينه څښونكو صهيونسټی كمپنيو د زوروينو په وړاندې تابع دی ، نو د هغوی لپاره به داسې جهنم جوړ كړی چې د خلاصی هیڅ لاره به ترې ونه لری.
د امريكا ولسمشر وايی چې د اسراييلو امنيت دهغه سره كرښه ده ، دا سره كرښه چا راښكلې ده ؟ د امريكا د ولسونو ګټو يا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهمې دورې كې د كرسۍ د لاسته راوړلو لپاره د صهيونسټی كمپنيو ملاتړ او پيسو ته د اوباما اړتيا؟ تاسو به تر كومه خپل ولس وغولولې شئ؟ هغه ورځ چې د امريكا ولس سم پوه شی چې تاسو په قدرت كې ديو څو ورځو د پاتې كيدو لپاره د صيهونسټ زر واكانو په وړاندې د ذلت او خاكسارۍ او تابعيت سر ټیټ كړی دی او د يو لوی ولس ګټې مو د هغوی په پښو كې قربانی كړې دی له تاسو سره به څه وكړی؟
ګرانو حاضرينو او خوږو وروڼو او خويندو پوه شئ چې د اوباما او دهغه په شان كسانو دا سره كرښه به د پاڅيدلو مسلمانو ولسونو په لاس ماته شی. هغه څه چې صهيونسټ رژيم ګواښی، د ايران يا مقاومت توغندی نه دی چې د هغو د مقابلې لپاره په يو ځای او بل ځای كې دفاعی توغندويی ډال لګوی ، حقيقی او لاعلاجه ګواښ د اسلامی هيوادونو د سړو ښخو او ځوانانو كلك هوډونه دی چې نور نه غواړی امريكا اروپا او پر ولسونو د هغوی تپلې او لاس پوڅی عوامل په هغوی حكومت وكړی او د هغوی سپكاوی وكړی.
البته دغه توغندی هم هر كله چې د دښمن له خوا كوم ګواښ پيدا شی خپله دنده به ترسره كړی .
فاصبر ان وعدالله حق و لا يستخفنك الذين لا يوقنون.
والسلام عليكم ورحمه الله وبركاته
871463
captcha