د قطر چاپ الشرق نومې ورځپاڼې په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قطر د شيخ غانم د قرآن د قرائت او حفظ د سړيو د سراسری مقابلو د شپږمې دورې وړومبۍ مرحله د ليندۍ د مياشتې له لسمې نیټې څخه ددغه هيواد د قرآن د حفظ د مركزونو د هلكانو زده كونكو په شتون سره پيل شوه او په دغو مقابلو كښې ګډون كونكې جينكۍ هم خپلې قرآنی سيالۍ له سبا يعنی د ليندۍ د مياشتې له ١٣ نیټې څخه پيلوی او ددغې مياشتې تر ١٧ پورې به دوام ولری.
د قطر د شيخ غانم نومې د قران د قرائت او حفظ د سراسری مقابلو دويمه مرحله هم د روانې مياشتې له ٢١ نه پيلیږی او په دغو مقابلو كښې له ګډون كونكو جينكو او هلكانو څخه به د مرغومی د مياشتې په اوومه قدرونه وشی. 909892