د راصد خبرا چينل په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عربستان شيعه ميشتې سيمې د تيرو څو اونيو په اوږدو كښې د يو لړ اعتراضونو كتونكې وې چې له امله ئې څلور تنه شيعه ځوانان په شهادت ورسيدل او ددغو معترضانو په وژلو كښې د آل سعود د مزدورانو اقدام ددغه هيواد د شيعه خلكو او علماو د پراخو اعتراضونو سبب شو، خو په دې سر بيره د محرم د مياشتې او د شهيدانو د سردار او سالار حضرت اباعبدالله الحسين (ع) د عزادارۍ مراسم ددغه هيواد په ټولو شيعه ميشتو ښارونو كښې په آرامه او امنه فضا كښې تر سره شول.
د احساء ، قطيف او مدينې منورې د ښارونو په مسجدونو او حسينيو كښې د عاشورې د ورځې له سهار څخه د اهل بيتو (ع) په زرهاو مينه وال او حسينی عزاداران راغونډ شوی وو او په قطيف كښې ټول دكانونه، تجارتی مركزونه او تفريحی پاركونه بند وو. 911611