IQNA

بحرينی ښځو ته د قران پاك قرائت اجازت نامې وركړې شوې

19:13 - December 13, 2011
د خبر لمبر: 2238276
نړيواله ډله: د اسلامی نړۍ غوره قاريانو ګمیټۍ په بحرين كې په يو لړ مراسمو كې ددې هيواد اته ښځو قاريانو ته د قران پاك د قرائت اجازت نامې وركړی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له بحرينی ورځ پاڼی الوطن یې نقلوی چې دا مراسم د اوقافو او قرانی چارو ادرې مشر ښاغلی شيخ عبد اللہ عبد العزيز قحطان العمری په ګډون سره د بحرين اسلامی چارو ادارې په مركز كې تر سره شو.
د بحرين فعالو قرانی ښځو په دې مراسمو كې په مختلفو ډولونو د قران پاك تلاوت وكړ او په پایې كې یې ورته د قران د قرائت اجازت نامې پينځو ښځو ته «هاجر حامد طنطاوی»، «ليلى جحا عبدالفتاح»، «مروة عطية محمود»، «عبير علی حسن» او «علا أحمد محسن» ته د حفص عن عاصم په روايت قرائت كولو سره اجازت نامې وركړې شوی.
914276
captcha