د مصر چاپ ايوم السابع ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: عصام العريان د روانې مياشتې په ٢٠ نیټه د مصر د پارليمان د انتخاباتو د وړومبۍ مرحلې د كامياب ګوند په توګه د آزادی او عدالت نومی اسلام پال ګوند په عمومی غونډه كښې پر دې ټكی باندې په تينګار سره چې د سيمې د انقلابونو سرچينه اسلامی بيداری ده، ووئيل: دا خبره په مصر او تيونس كښې د اسلام پالو په برياليتوب سره ثابته شوې ده.
دوی زياته كړه: خدای پاك د ډيكټاټورۍ له قيد او بند نه د مصر د خلاصون له پاره يو مناسب وخت غوره كړ څو دغه هيواد د سيمې د آزادی غواړو غورځنګونو مشری په غاړه واخيستې شی او ددغه كار له پاره په نفس باندې اعتماد ته اړتيا لری.
العريان څرګنده كړه: د ليبيا هيواد پريمانه تيل، سوډان غذائی سرچينې او مصر ډير زيات انسانی ځواك لری او كه اسلامی او عربی هيوادونه د يو او بل سره لازمه همكاری او مساعدت ولری نو د پرديو له مرستې نه به بې نيازه شی. 914070