د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «CPI» یې نقلوی چې صهيونيسټ ښارګی ميشته خلكو نن سهار په اسلامی سپیڅلتياو دخپلو تيريو په دوام كښې په نيواكی فلسطين كښې يو جومات وسوزوه او له كبله یې جومات ته ډير تاوان ورسيد .
صهيونيسټ يرغلګرو دغه راز داسلام دګران پيغمبر حضرت محمد سپكاوی و كړ او دهغه حضرت پرضد یې شعارونه یې وركړل او ددغه جومات په ديوالونو یې دعربانو او مسلمانانو پرضد توكميز شعارونه وليكل .
سرزورو صهيونيسټانو دغه راز نن په نابلس او قلقيليه ښارونو كښې په دوو (۲)كليو كښې دفلسطينيانو دوه(۲) ګاډی وسوزول او دعربو پرضد یې په كليو كښې شعارونه هم وليكل .
تيره اونۍ هم سرزورو صهيونيسټانو داردن سين په لويدیځې غاړې كښې سلفيت ښار ته نږدې په بروقين ښار كښې يو جومات سوزولی وو .
په فلسطين او نيواكی قدس كښې دعيسايانو او مسلمانانو په سپیڅليو ځايونو دصهيونيسټ ښارګی ميشته خلكو حملې زياتې شوی دی او دغه سرزوری كسان په جوماتونو ، هديرو او كليساګانو حملې كوی
915807