IQNA

د اسلامی هيوادونو د اطلاعاتو او استخباراتو د وزيرانو نهم كانفرنس په ګابن كښې ترسره كیږی.

18:30 - December 17, 2011
د خبر لمبر: 2240197
بين المللی ډله: د اسلامی همكارۍ د سازمان د غړيو هيوادونو د اطلاعاتو د وزيرانو نهم كانفرنس د مركزی افريقې د ګابن جمهوريت په پلازمينه ليبرويل ښار كښې تر سره كيدونكی دی.
د (IINA) د بين المللی خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير اكمل الدين احسان اوغلو د ګابن جمهوريت د چارواكو د يو پلاوی سره په ليدنه كښې ووئيل چې دا وړومبې ځل دی چې دغه كانفرنس د مركزی افريقې په ګابن نومی هيواد كښې جوړیږی.
ګابنی پلاوی په دغه ملاقات كښې د اسلامی هيوادونو د استخباراتی وزيرانو د كانفرنس د نهمې دورې د تر سره كولو له پاره تر اوسې پورې شوی او د تر سره كيدو په حال كښې پلانونه او تداركات تشريح كړل.
په دغه غونډه كښې د اوسنۍ اسلامی نړۍ په پرمختګ كښې د اطلاعاتو د اهميت په دليل د دغه كانفرنس د جوړولو له پاره د بهترينو شرائطو په تضمينولو باندې ټينګار وكړ.
د اسلامی هيوادونو د اطلاعاتو د وزيرانو نهم كانفرنس به د ١٣٩١ كال د وری د مياشتې له ٢٩ نه د غوی د مياشتې تر وړومبۍ نیټې پورې جوړ شی. 915504
captcha