د مصر چاپ د اليوم السابع ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: فلسطينی ښاريزو په دغو مظاهرو كښې د فلسطين د جوماتونو له صوتی سيسټمونو يا لاوډ سپيكرونو څخه د اذان د خپرولو د بنديز د قانون د تصويبولو له پاره د اسرائيلو د هڅې په نسبت خپل اعتراض اعلان كړ.
د اسرائيلو «يديعوت احرونوت» نومې ورځپاڼې رپورټ وركړ: په دغو مظاهرو كښې ګډون كونكو د مسجدونو پرخلاف د صهيونيسټی رژيم د تيريو لړۍ او په تيره اونۍ كښې د يهودی تندلارو له خوا د دغو عبادتی ځايونو د حرمت سپكاوی هم وغندل.
دغې ورځپاڼې همداراز د فلسطينی سرچينو له قوله اعلان وكړ: د اسرائيلو پوځی ځواكونو په لويدیځه غاړه كښې د فلسطين د اسلامی جهاد نومی غورځنګ د يو مشر شيخ خضر عدنان په كور باندې په حملې سره هغه ونيوه. 917825