IQNA

د امنيت شوری په قدس شريف كښې د ښارګوټی جوړولو دوام وغنده

23:27 - December 21, 2011
د خبر لمبر: 2243114
بين المللی ډله: د ملګرو ملتو د سازمان د امنيت د شورا غړو په خپله پرونۍ غونډه كښې په نيواكی ځمكو كښې د صهيونيسټی رژيم د ښارګوټی جوړونې دوام وغنده.
د ملګرو ملتو د سازمان د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ملګرو ملتو د امنيت د شوری د غړو څخه يو شمير اروپائی هيوادونو په پرونۍ غونډه كښې چې د منځنی ختیځ د ستونزو په هكله تر سره شوه، په نيواكی ځمكو كښې د استوګنې د نويو كورونو د جوړولو له پاره د صهيونيسټی رژيم فيصلو ته په اشارې سره دغه اقدامات غير قابل قبول وبلل.
د فرانسې، انګلستان، آلمان او پرتغال هيوادونو د دغې غونډې ترڅنګ د يوې بيانیۍ په خپرولو سره ووئيل: مونږ د فلسطينيانو پرخلاف د ښارګوټی ميشتو د خشونتونو سختيدل او د قدس په لويدیځه غاړه كښې د مسجدونو او د اسلامی او عبادتی مركزونو سوزول په كلكه غندو او ټينګار كوو چې دغه راپارونكې حملې قصدی او د دواړو خواوو ترمينځ د لانجې د زياتولو په موخه بڼه نيسی.
د دغې بيانیۍ په دوام كښې څرګنده شوې ده: د اردن د سيند په لويدیځه غاړه او د قدس په ختیځ كښې د ښارګوټی جوړونې د جاری ساتلو له پاره د اسرائيلو د رژيم فيصله اندیښمنونكې ده او د دغه رژيم مشرانو ته پكار دی چې له خپلې دغې فيصلې نه واوړی. 920139

captcha