د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب محمد امامی كاشانی د ايران له اسلامی جمهوريت څخه ددښمانانو كينې او دښمنۍ ته په اشارې سره زياته كړه دايران دملت دښمانان داسلامی ايران له خپلواكۍ او سرلوړۍ سر ه مخالف دی او دايران دساينس پوهانو په وژلو سره یې دايران په خپلواكۍ ګوزار كړی دی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ښاغلی امامی كاشانی د اټومی ساينس پوه مصطفی احمدی روشن د شهادت په مناسبت د ايران علمی ټولنې ته په تسليت ويلو سره په نړيوالو ټولنو كښې د ايران د اټومی ساينس پوهانو د ټرور د عاملانو په محاكمه كيدا ټينګار وكړ.
ښاغلی امامی كاشانی په دې خبرې سره چې د ايران علمی مقام دښمنان په ويره كښې اچولی ډی لمونځ ګزار د اسلامی انقلاب د دښمانانو د دسيسو په وړاندې هوښيارۍ ته وروبلل او ویې ويل د هيواد له سياستونو سره يو ځاې او په اتحاد او يو زړه توب سره بايد د ايران د اسلامی جمهوری نظام د مخالفانو سپيره هدفونه شنډ كړو.
د تهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز د ايران د اسلامی شورا راتلونكو انتخاباتو ته په اشارې سره وويل په دغو انتخاباتو كښې د خلكو پراخ ګډون به د دښمنانو د دسيسو د اجرا خنډ شی.
934417