د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سفير نيوز ويب پاڼې یې نقلوی چې د فرانس د اسلامی كونسل " CFCM " په يو بيان كې ويلی دی چې د روانی ميلادی كال د فرورۍ په څلورمې نیټی د ميلاد ورځ ده او له ټولو مسلمان فرانسويانو یې غوښتنه كړې ده چې هغوې دې په دې مذهبی مراسمو كې په پراخ ګډون سره دغه مراسم ولمانځې.
دې بيان په پاې كې راغلی دی چې د فرانس د اسلامی كونسل دې ځانګړی ورځې په مناسبت ټولو مسلمانانو ته په مبارك باد ويلو سره هيله څرګنده كړې ده چې د پيغمبر اكرم نيكمرغه زوكړې جشنونه بايد په ټولې نړۍ كې ولمانځل شی.
946106