IQNA

په اسلامی نړۍ كښې كړكيچ جوړونه، د قدس د يهودی كولو لپاره د صهيونزم پلان

21:57 - February 05, 2012
د خبر لمبر: 2269081
بين المللی ډله: هغه څه چې نن سبا ئې په اسلامی نړۍ كښې په عراق كښې د جنګ او فتنې نه واخلې د سوریۍ تر مسئلې او د ايران پرخلاف تر تحركاتو پورې وينو، دغه بحران او كړكيچ جوړونې د قدس شريف د يهودی كولو لپاره د صهيونزم اصلی پلانونه دی څو پدې وسيلې سره د نړۍ عمومی افكار د اسلامی نړۍ له مهمې مسئلې يعنې د فلسطين له مسئلې نه واړوی.
د لبنان د (امل) غورځنګ د سياسی دفتر غړی حسن قبلان د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې ټكی د بيانولو په ترڅ كښې ووئيل: د عربو او اسرئيلو د پرله پسې جنګونو په اوږدو كښې قدس شريف له سټراټيجيك او كليدی اهميته برخور وو او په ١٩٧٦ كال كښې د قدس شريف د نيواك د پيليدو له وخت نه د قدس شريف د يهودی كولو او د ښارګوټی جوړولو عمليات په پراخه توګه ترسره شوی دی، داشان چې د هغه عربی او اسلامی هويت ئې په نښه كړی دی.
دوی زياته كړه: د اسرائيلو او يهودی ملت د پلازمينې په تو ګه د قدس د لويدیځې او ختیځې برخې ټاكل به په حتمی توګه داسې پائيلې په ځان پسې ولری چې يوه به ئې په بشپړه توګه د فلسطين د مسئلې د حلولو د طرحې له مينځه تلل وی چې د شرقی او غربی قدس په پايتختۍ سره د فلسطينی او يهودی دوو هيوادونو د جوړولو په لټه كښې دی او په حقيقت كښې د قدس مسئله عربی او اسلامی نړۍ د ډيرو خطرناكو لانجو سره مخامخوی. 945815
captcha