د «alsharq»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغو مراسمو كښې د صوماليه د (الافلح) نومې د قرآن د حفظ د مركزونو له ٨٣ زده كونكو هلكانو او جينكو څخه د قرآن كريم د حفظ د نړيوال تنظيم په همكارۍ سره قدرونه وشوه.
د صومالیۍ د هوائی ټرانسپورټ پخوانی وزير شيخ علی محمد ورن عدی، د قرآن د حفظ د نړيوال انجمن استازی شيخ محمداحمدالاهدل او يوه ډله معلمان او زده كونكی په دغو مراسمو كښې له حاضرو كسانو څخه وو.
په دې مراسمو كښې ويناوالو ټينګار وكړ: قرآنی حافظان او فعالان پكار دی په اسلامی ارزښتونو باندې په تكیۍ سره د ټولنې د خلكو لپاره يو مثال وی. 953924