IQNA

د فلسطين مسئله د عربو او اسلامی ملتونو د ترجيحاتو په سر كښې شتون لری

23:38 - April 08, 2012
د خبر لمبر: 2300428
نړيواله : صهيونېسټ دښمن د فلسطين د خلقو په خلاف خپلو ځپونكو سياستونو ته هم هغه شان دوام وركوی، په دې بنياد عربی او اسلامی ملتونو ته پكار دی چې د فلسطين مسئله د خپلو ترجيحاتو په سر كښې راولی او اجازه دې ورنكړی چې د خپلو هېوادونو كورنی مسائل د هغوی د وړومبنۍ قبلې د مسئلې د هېرېدو سبب شی.
د المنار اطلاع رسونې د مركز په نقل د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې سيد علی فضل الله د لبنان د حريك سيمې د الامامين الحسنېن جومات د تېرې جمعې د نمانځۀ په خطبو كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: صهيونېسټ دښمن د نيولو، قتل، د زمكو د ويجاړولو او د دقدس شريف د سپكاوی په شان خپلو ځپونكو اقداماتو ته هم هغه شان دوام وركوی.
هغۀ زياته كړه: اسرائيل په جيلونو كښې نيول شويو فلسطينيانو ته ډول ډول اذيتون وركوی.
فضل الله څرګنده كړه: د دا ډول اقداماتو په شتون سره پكار دی د فلسطين مسئله د عربی او اسلامی امت په غورځنګونو كښې فعال شتون ولری او اسلامی امت پكار نۀ دی چې دا مهمه مسئله په خپلو كورنيو مسائلود مشغولتيا په وجه هېره كړی.
979870
captcha