د «afriquinfos» اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په الجزائر كښې د پارلېمانی انتخاباتو د كېدو څه رنګوالے تل له انتقاداتو او شبهاتو سره مخامه وی او د دغه هېواد اسلام پالی خلقو په تېرو كلونو كښې يا په انتخاباتو كښې ګډون نۀ دے كړے او يا دا چې حكومت یې په ټګۍ باندې تورن كړے دے او همدا چاره د دې سبب شوه سږ كال په الجزائر كښې په انتخاباتو باندې د څارنې لپاره نړيوال پلاوی موجودګی پېدا كړی.
د الجزائر د بهرنيو چارو وزارت د يوې بيانیې په جاری كولو سره اعلان وكړ چې د موافقې له مخې د اسلامی همكارۍ د تنظيم عمومی سېكتر ((كمال الدين احسان اوغلو))، الجزائری چارواكی او د اسلامی همكارۍ د تنظيم په شلو تنو څارونكو باندې مشتمل يو پلاوے به په راتلونكې مياشت كښې د انتخاباتو باندې څارنه ولری.
په تر ټولو وروستيو نظر سنجونو كښې چې د الجزائر د پارلېمانی انتخاباتو چې ټاكل شوې ده په راتلونكې ميلادی مياشتې په لسمه نېټه به كیږی په باره كښې معلومه شوه چې د دغه هېواد ٦٢ فيصده خلق په دغو انتخاباتو كښې اسلام پالی كامياب بولی.
981594