IQNA

په تاتارستان كښی د اسلامی لباس سراسری مقابله وشوه

22:59 - April 10, 2012
د خبر لمبر: 2302182
د كلتور او هنر ډله: د اسلامی لباس د مسلمانو طراحانو د سراسری سيالۍ وروستۍ مرحله د روانی اوری د مياشتی په اتلسمه نیټه د تاتارستان جمهوريت په پائيتخت په ((قازان)) ښار كښی وشوه.
د ايران د قرانی خبری ايجنسۍ (ايكنا) د يورپ د سيمی د څانګی د رپوټ له مخی د سيالۍ دغه دوره د لسو طراحانو او د تيرو دوورو د ترټولو برترو كسانو په شتون او د هغوی د اسلامی لباسونو له مجموعی له نمائش سره وشوه.
دغه سيالی د دغه هيواد د كلتور د وزارت په نوښت او دتاتارستان د مسلمانو ښځو د اتحاديی، د تاتارستان د جمهوريت د رياست د دفتر د اداری، د مسلمانو ځوانانود نړيوالی اتحاديی او د دغه هيواد د طراحانو د انجمن په ملګرتيا سره جوړه شوه.
981669
captcha