IQNA

د امريكا يو اړخيزه سياستونه د كړكيچ د رامينځته كيدا سبب شوی دی

17:08 - April 20, 2012
د خبر لمبر: 2308469
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د ځمكنی ځواك مرستيال وويل د امريكې په يو اړخيزه سياستونو او د توغندوی ډهال سيسټم د ديره كولو او اسلامی هيوادونو ته د دغه سيسټم د غځولو په شمول د دنيا په ډيرو سيمو كښې د امريكې ښكاره او پټې لاسوهنې د كړكيچ د رامينځته كيدا سبب شوی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له پوځ عمومی روابطو یې نقلوی چې د ايران د پوځ د ځمكنی ځواك قوماندان مرستيال سيدعبدالرحيم موسوی د پوځ د ورځې په مراسمو كښې چې په تهران كښې د ايران د پوځ د قوماندنۍ په كمیټۍ كښې د خارجی هيوادونو د پوځی اتاشيانو په شتون سره وشوې زياته كړه د امريكا د توغندوی ډهال د سيسټم ديره كولو پلان چې د ايران او شمالی كوريا په شان د هيوادونو د غير حقيقی توغندوی ګواښ پراساس مطرح شوی دی په سيمه كښې د امريكا د غير قانونی شتون لپاره يو سند دی.
سيدعبدالرحيم موسوی وويل د امريكا لخوا د توغندوی ډهال سيسټم د ديره كولو د پلان د مطرح كيدا له لومړيو څخه د چين او روسیې په شمول د سيمې ازادو او خپلواكه هيوادونو د امريكا له دغه پلان سره مخالفت كړی دی.
د ايران د پوځ دغه قوماندان وويل له ايران څخه د سيمې د هيوادونو ويرول هغه بهير دی چې له يوې خوا د ظالمو او مستبدو حكومتونو د ملاتړی په توګه د امريكا منل او د سيمې په هيوادونو د لويدیځو هيوادونو او د امريكې لخوا د پوځی وسلو نه محدود خرڅول توجيه كوی او له بلې خوا په سيمه كښې د امريكا پوځی شتون ګړندی كوی.
د ايران د پوځ د ځمكنی ځواك مرستيال سيدعبدالرحيم موسوی وويل د ايران د اسلامی جمهوريت پرضد د امريكا د حكومت او ځينو اروپايی حكومتونو د روانی او نفسياتی جنګ او تبليغاتو يوه ستراتژې له ايران څخه د نورو هيوادونو ويرول دی چې دغه سياست له اسلام څخه د خلكو د ويرولو په شان ده چې په تيرو كلونو كښې د امريكا د مختلفو حكومتونو لخوا د دغه هيواد په خارجی سياست كښې په پرله پسې ډول تعقيب شوی ده.
989566
captcha