IQNA

په كروشيا كې د "په يورپ كې اسلام، مقام او تمې" په عنوان سره اتلسم كانفرنس پيل شو

16:33 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2309595
د علم اوتفكر ډله: د اپريل په نولسمې نیټی د زاګرب جومات د افتتاح د پينځه ويشتمې كليزې مراسمو په وخت د دې ښار په اسلامی مركز كې د "په يورپ كې اسلام، مقام او تمې" په عنوان سره اتلسم كانفرنس پيل شو
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتور او روابطو سازمان یې نقلوی چې د اپريل د يوويشتمی نیټی پورې جارې دې علمی ناستې كې د مختلفو هيوادونو پوهاندو او مفكرينو د " يورپ په جوړونې كې د اسلامی تاثير او نفوذ" ، " په يورپ كې د مسلمانانو سياسی اړخ"، " په يورپ كې د مسلمانانو راتلونكی ، ګډ ژوند دسيسی او تمې " په شان په موضوعاتو ليكلې شوی مقالې وړاندې شوی.
همدارنګ په " يورپ كې د ځوانانو په تربيت كې د اسلام رول"، " اسلامی مركزونو او په يورپين تولنو كې د مسلمانانو ګډؤن"، " په اسلامی كلتور كې تسامح او ورورولۍ"، " اسلامی اويورپ ګډې تجربی او راتلونكی" په شان نور هغه موضوعات ؤ چې په دې اړه هم مختلفو كسانو خپلې مقالې وړاندې كړی.

989937

captcha