د يران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د چينی مسلمانو ځوانانو د وادۀ په باره كښې د ترسره شويو نظر سنجيو او شمېرنو د نتائجو مطابق چې پرون د ايتوار په ورځ د غوئی د روانې مياشتې په دريمه نېټه اعلان شوې په سلو هغو كسانو كښې چې په اسلامی او دوديزه توګه د وادۀ او نكاح د مراسمو د جوړولو غوښتونكی وو زياتره هغه كسان دی چې په دغه هېواد كښې په عام شكل د دغو مراسمو د جوړولو غوښتونكی دی.
د دغه رپوټ له مخې د هغو كسانو په باره كښې چې خپل مراسم یې په اسلامی شكل جوړ كړی دی د محققينو د نظر سنجونې ښودنه كوی چې په اسلامی او دوديزه طريقه د وادۀ د مراسمو له جوړولو سره د دلچسپۍ د زياتېدو مهم دلائل د اسلام او دوديز كلتور ترويج، په دغه قسم مراسموكښې له اسراف نه ډډه كول او كم لګښت لرل بيان شوی دی
991244