IQNA

د هند په سيمينار كښې د حضرت بی بی فاطمې (س) تعليماتو ته په پام سره د اسلامی بېدارۍ څېړنه شوه

22:38 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2312007
د علم او تفكر ډله: وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په دريمه نېټه د هند كلتوری او علمی موسسو لخوا د دغه هېواد د بېهار صوبې په پټنه ښار كښې د حج په ستر هال كښې په يو سيمينار كښې د حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها سيرت او تعليماتو ته په پام سره د اسلامی بېدارۍ څېړنه وشوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځې او جنوب لويدیځې سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د دغه سيمينار د جوړوونكې كمېټۍ مشر حجت الاسلام سيد مراد رضا رضوی په دې باره كښې وويل: د هند د يو شمېر سنی او شيعه مسلمانو عالمانو، متفكرانو او سياستدانانو او د دا ډول پروګرامونو سره د دلچسپی لرونكو ګڼ شمېر ښاريزو په شتون سره د بی بی زهرا (س) سيرت او تعليماتو ته په پام سره اسلامی بېداری او د مسلمانانو اتحاد او په دې باره كښې د معلوماتو وركولو اهميت بيان شو.
سيد رضوی يادونه وكړه ناظم علی، حجت الاسلام سيد جواد حېدر جوادی ، حجت الاسلام سيد صفی حېدر او د دغه هېواد يو شمېر نورو نامتو شيعه او سنی عالمانو او دانشورانو د سيمېنار موضوع ته په پام سره خپلې مقالې واورولې.
په دغه سيمينار كښې همدارنګ د بېهار صوبې د مسلمانو اقليت د تنظيم د مشر مرستيال په خپله وېنا كښې وويل:د هند د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد رامنځته كېدل د دغه سيمينار د جوړېدو له ښو او مثبتو آثارو څخه دی
د دغه سيمينار په اخېر كښې د سيمينار د جوړوونكو د كمېټۍ له غړيو څخه قاضی ابوالخير په خپله وېنا كښې وويل: كه د معاشرې وګړی د حضرت بی بی فاطمې (س) په سيرت او تعليماتو باندې عمل وكړی نو په معاشره كښې به په كامله توګه امن او امان قائم شی.
992623
captcha