IQNA

د نجف اشرف عمليه حوزې طلابو د مراجع په دفتر باندې دهشتګردانه حمله وكړه

22:36 - April 24, 2012
د خبر لمبر: 2312010
نړيواله ډله: د نجف اشرف د علميه مدرسې طلابو او عالمانو پرون د غوئی د مياشتې په څلورمه نېټه د عراق د دينی مرجع شېخ محمد اسحاق الفياض د دفتر مخې ته په راغونډېدو سره د مراجعو په دفترونو باندې پرله پسې دهشتګردانه حملې وغندلې.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ازاد عراق رېډيود اطلاع رسونې سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: په دغه غونډه كښې ګډون كوونكو خبردارے وركړ: د مراجعو په دفترونو باندې د دهشتګردانه حملو د دوام په صورت كښې به د نجف په علميه مدرسو كښې تدريس او علمی فعاليتونه تعطيل شی. د نجف اشرف د علميه مدرسې له طلابو څخه عبدالطيف العبدی څرګنده كړه: د مراجع كرامو د دفترونو هدف ګرځول د دغو شخصيتونو د مقام سپكاوے دے د نامعلومو سياسی ډلو د فعاليت په اړه د عامه خلقو اندېښنه په ځان پسې لری.
د عراق يو سياسی شناندی محمد جاسم اعرب هم اندېښنه څرګنده كړه چې د مراجع كرامو د دفترونو هدف ګرځول به په معاشره كښې ډله ايزو تاوتريخوالو ته د ستنېدو سبب شی او له دغو حملو څخه د مخنيوی لپاره یې په فوری توګه د اقداماتو د كولو غوښتنه وكړه.
د يادونې ده چې د دينی مراجعو دفترونه تر اوسه پينځۀ ځل د دهشتګردانه چاودنو هدف ګرځيدلی دی چې تر ټولو وروستۍ حمله وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په دريمه نېټه ماښام د شېخ محمد اسحاق الفياض په دفتر كښې رامنځته شو. تراوسه پورې هیڅ يوې ډلې د دغو چاودنو ذمه واری په غاړه نۀ ده اخسېتې.
992753
captcha